د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي باچا د حج پلان بیا کتنې امر وکړ


سعودي چارواکي وايي، د حج په مراسمو کې د ټېل ماټېل پېښې پر مهال لږ تر لږه ۷۱۷ کسان وژل شوي او ۸۰۵ ژوبل دي.

سعودي چارواکي وايي، د حج په مراسمو کې د ټېل ماټېل پېښې پر مهال لږ تر لږه ۷۱۷ کسان وژل شوي او ۸۰۵ ژوبل دي.

دا په تېرو ۲۵ کلونو کې د حج مراسمو پر مهال تر ټولو خونړۍ پېښه ده. د سعودي عرب ملکي دفاع ادارې له خوا پر ټوېټر په خپرو شویو انځورونو کې ښودل شوي چې حاجیان پر سټرېچرونو پراته دي او روغتیايي کارکوونکي د هغوی په هوش کې د راوستو هڅې کوي.

پېښه په منا کې له هغه ځای سره نېږدې شوې چې پکې حاجیان د شیطان څلي یا جمرات په کاڼو ولي.

په ځېنو انځورونو کې ګڼ مړي ښودل شوي. د سعودي عرب باچا سلمان او ولي عهد او د کورنیو چارو وزیر محمد بن نایف بن عبدالعزیز د پېښې د پلټنو امر کړی.

باچا سلمان ویلي، ده تر پېښې وروسته د حج پلان بیا کتنې امر کړی. هلته ایران د پېښې لپاره سعودي چارواکي ګرم بللي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي، د سعودي عرب حکومت دې د پېښې ((درنه ذمه واري)) ومني. ایرانۍ رسنۍ وايي، په وژل شویو کې له ۱۰۰ زیات ایراني وګړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG