د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په افغانستان او پښتونخوا په ګڼو برخو کې لوی اختر دی

د افغانستان او سعودي په ګډون په زياتره اسلامي نړۍ کې لوی اختر لمانځل کېږي.

د افغانستان او سعودي په ګډون په زياتره اسلامي نړۍ کې لوی اختر لمانځل کېږي.

بلخوا د پښتونخوا په ډېری برخو او قبايلي سيمو کې هم نن لوی اختر جوړ شوی دی خو د پاکستان د مرکزي رويت هلال کمېټۍ له اعلان سره سم به د هېواد په نورو برخو کې سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې اختر په يوه ورځ نه لمانځل کيږي بلکې د کلونو راهيسې په دې هيواد کې کله دوه او آن کله درې اخترونو ولمانځل شي چې لامل يې د دې هيواد د مرکزي رويت هلال کمېټۍ او د مياشتې ليدنې د نورو ځايي کمېټيانو تر منځ ناهمږغي ياديږي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG