د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان به د افغانستان مفاهمتي عمل کې د یو سهولتکار کردار ادا کوي'


د پاکستان خارجه دفتر وياند قاضي خليل الله
د پاکستان خارجه دفتر وياند قاضي خليل الله

''د مذاکراتو د بحالۍ فيصله به افغان طالبان کوي البته موږ هيله مند يو چې افغان طالبان به د تشدد نه لاس واخلي او مفاهمتي عمل کښې به شريک شي.''

د زيارت په ورځ ماسپښين اسلام آباد کې د اونيزې خبري غونډې دوران د پاکستان خارجه دفتر وياند قاضي خليل الله وويل چې وړاندې ورځو کښې د خارجه مشير سرتاج عزيز کابل سفر ګټورې نتېجې راوړي او نوموړي کابل کښې د خپلې اېسارتيا دوران افغان ولسمشر او نورو لوړ پوړو سره ملاقاتونو کښې دخپلمنځي اعتماد بحالۍ په ګډون په يو شمير چارو خبرې کړېدي.

د نوموړي په خبره وړاندې ورځو کښې باجوړ کښې د ايف سي په چېک پوسټ د افغانستان له خاورې شوې حملې معامله ئې افغان چارواکو په وړاندې اېښې، او داقسمه پېښې وخت په وخت د پولې دواړو غاړو ته رامخې ته کېږي او په دې خبرې کېږي. البته دا پخلې نشي کولې چې آيا دغه حمله داعش وسله والې ډلې کړې که بل چا.

د افغان طالبانو او حکومت ترمنځه د مذاکراتي عمل په اړه د يو تپوس په جواب کې وياند ووئيل پاکستان د مذاکراتو په حق کښې دې خو د مذاکراتو د بحالۍ فيصله به افغان طالبان کوي البته موږ هيله مند يو چې افغان طالبان به د تشدد نه لاس واخلي او مفاهمتي عمل کښې به شريک شي.

د ده په خبره پاکستان مفاهمتي عمل کښې د سهولت کار کردار ادا کوي او دا به جاري ساتي.

مشال رېډيو چې کله د مذاکراتي عمل د بحالۍ او دې کښې د پاکستان د کردار په اړه د سيمه ايزو چارو د کارپوه او پېښور کښې مېشت خبريال رحيم الله يوسفزئي نه تپوس وکړو نو ده ووئيل موجوده وخت کښې مذاکراتي عمل بحالېدل ګران کار دې ځکه چې طالبان به داسې څه قسمه اقدام نه ډډه کوي چې ورسره د دوي په منځ کښې تفرقه زياته شي.

همداراز چې مو پولې دوانړو غاړو ته د حملو او د هغې د غبرګون معامله د رحيم الله يوسفزئي په وړاندې کېښوه او دا هم چې داقسمه پېښو سره د ددواړو ملکونو په تعلقاتو څه اثر پرېوځي نو ده وويل په دې خبره د دواړو ملکونو تعلقات اکثر د کړکېچ ښکار وي.

د يادونې ده چې افغانستان پاکستان وخت په وخت په يو بل د پولې بلې غاړې نه د راکټې برېدونو او وسله والو د حملو تورونه لګوي. او دې ورستېو کښې هم د باجوړ په ډمه ډوله سيمه د اېف سي په چيک پوسټ د راکټو حمله شوې وه چې پړه ئې داعش وسله والې ډلې منلې وه.

رياض موسا خېل اسلام آباد

XS
SM
MD
LG