د پنجاب تعليمي ورکړې فنډ له قبایلي سیمو سره تعلق لرونکي هغه زدکوونکي چې د لسم او دولسم جماعت امتحان يې په ښو نمبروپاس کړی وي، لپاره د تعلیمي وظیفو اعلان کړی دی.
په فاټا سیکرټريټ کې د پراجیکټ اینډ سټاف ډویلپمنټ ډپټي ډائریکټر شاهین شاه مشال ریډیو ته وویل چې پي اي اي ایف پنځویشت چوکۍ د قبایلي سیمو زده کونکو لپاره مختص کړې دي او د دې وظیفو لپاره د فاټا هغه طالبعلمان خپل درخواستونه جمع کولی شي چې:
۱-د لسم او دولسم جماعت امتحان په ۲۰۱۵ کال کې د فاټا سرکاري تعلیمي ادارو په شپیته (۶۰) فیصده نمبرو سره پاس کړی وي.
۲- هغه طالبعلمان چې مخکی يې څه وظیفه نه وي ترلاسه کړی.
۳- هغه زده کونکي چې د پلار او یا د کور د مشر تنخوا يې تر پنځلس زره (۱۵۰۰۰) روپو زیاته نه وي.
۴- هغه طالبعلمان چې د فاټا ډومیسایل ولري.
د یوې پوښتنی په ځواب کی شاهین شاه وویل چې په دې پنځویشت (۲۵) چوکو کې نیمی د هلکانو او نیمی د جینکو طالبعلمانو لپاره ځانګړې شوې دي او د وظیفو ترلاسه کونکو ته به یو نیم زر (۱۵۰۰) نه تر څلور نیم زره (۴۵۰۰) روپو پوری د میاشت په سر وظیفه ورکول کېږي.
د یادونې ده چې قبایلي سیمې په اووه (۷) ایجنسو او شپږ (۶) ایف آرز مشتملې دي. د فاټا منتخب پارلماني غړو په وینا چې د سیمې وګړي یې تر اتیاو (۸۰) لکو زیات دي.
په باچا خان پوهنتون کې استاد او د قبایلي چارو تجزیه کار ډاکټر محب وزیر وايي، چې د دومره زیاتې آبادۍ لپاره دومره کمې چوکۍ ځانګړې کول او بله دا چې د وظیفو لپاره د یادې ادارې شرطونه، نه یوازې پر قبایلو بلکې پر تعلیمهم پسخند دی.
احمد الله- مشال ریډیو اسلام آباد