د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګېري د پناه غوښتونکې ته نوی قانون جوړ کړی


د هنګېري پوليس وايي، نهه شامي او اووه افغان پناه غوښتونکې يې تر هغه وروسته نيولي کله چې دوی له سربيا سره پر پوله جوړې شوې جنګلې باندې په غېر قانوني توګه ور اوښتل.

دا اعلان تر هغه وروسته شوی کله چې هنګېري نن د سېشنبې پر ورځ د منځني ختيځ، آسيا او افريقا څخه د پناه غوښتونکو د ور اوښتو په اړه يو نوی قانون عملي کړی.

د دې قانون له مخې که چا د دغه هيواد لخوا پر پوله جوړو شوو نوو جنګلو ته زيان ورسواه نو د بند له سزا سره به مخامخ کيږي يا به په زوره بېرته خپل هيواد ته شړل کيږي.

دا خبر تر هغه وروسته راځي کله چې اروپايي اتحاديه په خپل هغه پلان کې ناکامه شوه چې له مخې به يې اټلي، يونان او هنګېري ته راتلونکې ۱۲۰۰۰۰ پنا غوښتونکي په شريکه سره ويشي او ځای ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG