د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادۍ راډيو خبريال جان آقا الکوزی ومړ


جان آقا الکوزی
جان آقا الکوزی

نږدې یوه میاشت مخکې جان آقا الکوزی د سرطان د ناروغۍ له کبله په پراګ کې په یوه روغتون کې بستر شو او نن د سېشنبې ورځ د سیپټېمبر پر ۱۵مه يې ساه ورکړه.

جان آقا الکوزی له تېرو څه باندې ۱۳ کلونو راهیسې په آزادۍ راډیو او تر هغه څو کاله وړاندې د افغانستان په ملي راډیو او ټلویزیون کې د یوه فعال مسلکي خبريال په توګه کار کاوه.

نوموړی په ۱۹۵۷م کال د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په حصار شاهي کلي کې زېږېدلی وو. له لومړنیو او لوړو زده کړو وروسته د کابل پوهنتون له انجنیري پوهنځي څخه فارغ شو خو له ژورنالیزم سره د مینې له کبله د ژوند تر پايه په همدې مسلک کې پاتې شو.

نږدې یوه میاشت مخکې جان آقا الکوزی د سرطان د ناروغۍ له کبله په پراګ کې په یوه روغتون کې بستر شو او نن د سېشنبې ورځ د سیپټېمبر پر ۱۵مه يې ساه ورکړه.

انالله و انا الیه راجعون

XS
SM
MD
LG