د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پکتیا په ډنډ پتان کې ګڼ طالب وسله وال وژل شوي'


په پکتیا کې جګړه ځکه اوږده شوه چې د وسله وال طالبانو په لیکو کې د پاکستانيو ملیشو شتون دی او بل هغوی ته هوايي مرسته رسول کېږي.

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو او وسله والو طالبانو ترمنځ پيل شوې جګړه نهمي ورځي ته ورسیده.

په پکتیا کې د سرحديزون قومندان عبدالبصیر خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې غځېدو لامل د وسله وال طالبانو په لیکو کې دپاکستانيو ملیشو شتون او هغوی ته د هوا له لاري د اکمالاتو رسول دي.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه چې د جګړې له پیله تر دا مهاله ۸۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا پخپلو لیکو کې د پاکستاني ملیشو شتون رد کړ او وايي چې دغه جګړه یوازې د افغان طالبانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

بلخوا د پروان ولایت د شنیوارو ولسوالۍپه غوربند دره کې د پولیسو پر پوسته د وسله والو طالبانو په حمله کې یو پولیس وژل شوي او دری نور ټپیان شوي دي.

د شینوارو ولسوالۍ امنیه قومندان حسین شاه مقصودي نن «سېشنبه» ازادۍ راډیو ته وویل، پېښه بېګا شپه شوې خو نوموړي د حکومت وسله والو مخالفینو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

XS
SM
MD
LG