د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کلاسیف الله شپږ سرکاري کارکوونکي تښتول شوي


د کوټې ښار باچا خان چوک
د کوټې ښار باچا خان چوک

د سیف الله کلا په شمول، د ږوب او لورالايي په ډېری سیمو کې په دې وروستيو کې پاکستاني طالبانو فعاله شوي چې پر ضد له تېرو څو مياشتو راهیسې د پاکستاني ملېشه او نورو امنيتي ادارو له خوا وخت ناوخته عمليات هم کېږي.

د بلوچستان له پښتون مېشتې کلاسیف الله سیمې د اتوار په ورځ د بلوچستان پرمختیايي ادارې »ډيووليپمنټ اتارټي» شپږ کارکوونکي چې دوه پکې انجينران شامل ول، نامالومه وسله والو تښتولي دي.

د سیف الله کلا مرستيال کمشنر عبدالواحد کاکړ وايي، ددغې ضلعې له مرغه فقیرزيي سیمې د اتوار په ورځ د بي ډي اې شپږ کارکوونکي وسله والو تښتولي دي، چې په سیمه کې يې د موندلو لپاره پلټنې پېل کړې دي.

عبدالواحد کاکړ چې نه يې غوښتل ږغ يې خپور شي، مشال راډيو ته د سېشنبې سهار وویل، د بلوچستان پرمختیايي ادارې شپږ کارکوونکي چې يو ټېکېدار او دوه انجينيران ورسره مله ول، د اتوار په ورځ هغه مهال وتښتوول شوو، چې په مرغه فقیرزيي سیمه کې يې د پرمختګ د يوې پروژې کتنه کوله.

کاکړ زیاتوي، نامالومه وسله والو دا کارکوونکي ددوی له موټر سره وړي او تر اوسه يې هېڅ درک نشته. د مرستيال کميشنر په خبره تردې پېښې وروسته يې په مرغه فقیرزيي او شاوخوا سیمو کې امنيتي سرتېرو د لټون عمليات پېل کړي او هيله من دی، چې دا کارکوونکي به ډېر ژر د تښتوونکو له منګولو ازاد کړي. د سیف الله کلا چارواکي وايي، تښتوول شوي ټول کسان د همدې سیمو اوسېدونکي دي.

تر اوسه د بي ډي اې د دې تښوول شويو کسانو د تښتوولو مسووليت هېڅ یوې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی او نه هم د تښتوونکوله خوا ددوي له کورنيو سره کوم تماس نیول شوی دی. خو تردې وړاندې له يادې او شاوخوا سیمو څخه د تښتوولو د ورته پېښو مسووليت رسنيو ته پاکستاني طالبانو قبول کړی، چې د تښتوول شويو کسانو د خوشي کېدو په بدل کې يې د هغوی له کورنيو او ادارو څخه د تاوان غوښتنه شوې.

د سیف الله کلا په شمول، د ږوب او لورالايي په ډېری سیمو کې په دې وروستيو کې پاکستاني طالبانو فعاله شوي چې پر ضد له تېرو څو مياشتو راهیسې د پاکستاني ملېشه او نورو امنيتي ادارو له خوا وخت ناوخته عمليات هم کېږي.

XS
SM
MD
LG