د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیسور ، شوال او ټانک کې وسله والو پر یو قومي مشر او امنیتي سرتیرو بریدونه کړي


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي په جنوبي وزیرستان ، شمالي وزیرستان او ټانک کې د بد امنۍ په بیلا بیلو پېښو کې مرګ ژوبلې مخې ته راغلي دي.

په جنوبي وزيرستان کې امنیتي چارواکو نن مشال راډیو ته ویل چې د تيارزې تحصيل په خېسور سيمه کې وسله والو د ایف سي دوه سرتیري په ډزو وژلي دي.د طالبانو ویاند د پیښې پړه منلي ده.

د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې بیا امنیتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په سیمه کې د وسله والو او د امنیتي چارواکو تر مینځ په نښته کې څلور پوځیان ژوبل شوي دي .

په هم دې ډول ځايي امنیتي چارواکي تاییدوي چې نن د ټانک په « عمر اډه » سیمه کې نامالومه وسله والو د امن کمیټۍ یو مشر رفیع الله په ډزو وژلی دی. د دې پیښي پړه تر اوسه چا قبوله کړې نه ده.

په قبایلي سیمو شمالي او جنوبي وزیرستان او همدارنګه قبایلي سیمو ته په نږدې سیمو کې وخت نا وخته وسله وال حکومتي سرتیري او مخور مشران په نخښه کوي. د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو پرضد عملیات ترسره کوي او وسله والو ته د سر د زیانونو د اړولو ادعا هم کوي.

XS
SM
MD
LG