په کوټه کې د ملک امان کاسي لومړی تلین ولمانځل شو
په کوټه کې د احمدشاهي افغانستان د نظريې د لوی مبارز او د عوامي نيشنل ګوند د پخواني سياستوال ارواښاد ملک امان کاسي لومړی تلين ولمانځل شو. په دې کې په کوټه کې د افغانستان قونسل جنرال وحيدمومند او همدارا له افغانستان، خېبرپښتونخوا او کراچۍ څخه راغليو مېلمنو ګډون وکړ. د عوامي نيشنل ګوند له خوا د ارواښاد په کور چشمه اچوزيي کې د لویې غونډې تابیا شوې، چې په کې ګډون والو د ارواښاد په سیاسي ژوند او هلو ځلو ويناوې وکړې. په اړه د خدای نور ناصر ویډیو وګورئ.