د ((مدرسې په اوسني عصر کې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د ځانګړو پروګرامونو په دې لړۍ کې دا ځل د پاکستان په مدرسو کې د سختدريځۍ پر مفکورې بحث شوی دی. پر يو شمېر پاکستانيو مدرسو دا تور پورې کيږي چې سختدريځه فکر خوروي او خپل زده کوونکې تشدد او جنګ ته پاروي. آن ځينې مدرسې خو د جنګ لپاره په روزنيزو مرکزونو هم تورنې دي.
په دې خپرونه کې د مدرسو د مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو تر څنګ له حکومتي چارواکو او شنونکو سره هم خبرې شوي دي.
دا خپرونه ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړه کړې ده.
خپرونه د غږ(ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.