د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي کميشن د پناه غوښتونکو د مسلو د حل لپاره بیړنی پلان اعلان کړی


د اروپايي کميشن مشر ژان کلوډ يونکر نن په اروپا کې د پناه غوښتونکو د مسلو د حل لپاره د یو بیړني پلان اعلان کړی دی.

د اروپايي کميشن مشر ژان کلوډ يونکر نن په اروپا کې د پناه غوښتونکو د مسلو د حل لپاره د یو بیړني پلان اعلان کړی دی.

نن (چارشنبه) اروپايي پارلیمان ته په خپله لومړۍ وينا کې ښاغلي يونکر هغه پلان وړاندې کړ چې له مخې به يې ۱۶۰۰۰۰ پناه غوښتونکي چې دا مهال په هنګري، یونان او ايټاليه کې دي،له دغو هیوادونو څخه به د اروپايي اتحاديې نورو غړو هيوادونو ته واستول شي.

جنکر وويل د پروګرام له مخې د اروپايي اتحاديې هر هيواد ته لازمه ده چې يو شمېر پناه غوښتونکو، په ځانګړې توګه د شام وګړو ته به ځای ورکوي.

نوموړي د اروپايي ټولنې له غړو هیوادونو څخه غوښتنه کړېده چې د روانې سپټمبر مياشتې په ۱۴مه نېټه د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو د وزیرانو په کېدونکې غونډه کې دې د دې پلان ملاتړ وکړي.

خو ځينې اروپايي هیوادونه لکه هنګري چې د کډوالو لپاره یو مهم ځای دی، کډوالو ته يې په لازمه توګه د ځای ورکولو مخالفت کړی دی.

ویل کیږي چې تر دویم نړیوال جنګ وروسته په لومړي ځل په دومره لوی شمېر کې خلک کډوال کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG