د لاسرسي ځای

تازه خبر

"عرب هیوادونه د مسلمانو پناه غوښتونکو پر مسله خاموش دي"


په هنګېري کې د کډوالو عکس
په هنګېري کې د کډوالو عکس

د اروپايې هېوادونو جرمني ، آسټريا او هنګري لخوا د سياسي پنا غوښتونکو په اړه موجوده قوانينو کې تر نرمۍ وروسته تېره اونۍ شا و خوا شل زره کډوال جرمني ته داخل شو.

پراګ: د اروپايې هېوادونو جرمني ، آسټريا او هنګري لخوا د سياسي پنا غوښتونکو په اړه موجوده قوانينو کې تر نرمۍ وروسته تېره اونۍ شا و خوا شل زره کډوال جرمني ته داخل شو.

د یکشنبې په ورځ ميونخ ښار ته تر رسېدو وروسته د شام يو کډوال وويل ، موږ په جرمني کې ډير خوشاله يو ، خو موږ ستړي يو، ډېر ستړي، ځکه چې سفر ډير خطرناک وو. په يوه مياشت کې موږ له شامه ترکي، بيا يونان ته له هغه ځایه سربيا ، بيا هنګري ته ، له هنګري آسټريا او بيا دلته اغلو.

د جرمني وزيراعظمې انګیلا میرکل تېره ورځ د پنا غوښتونکو لپاره د شپږ اربه يورو فنډ اعلان وکړ. دا پېسې به پر هغو منصوبو لګول کېږي چې په کې د پنا غوښتونکو لپاره له وړاندې د موجودو مرکزونه زياتول، د ژمې موسم انتظامات او نقدې مرستې ورکول شامل دي.

د فرانس ولسمشر فرانسوا اولاند بيا وايي ، فرانس چمتو دی چې خپله برخه رول ولوبوي.

ده وویل ، اروپايې کمېشن وړاندیز لري چې ۱۲۰،۰۰۰ پنا غوښتونکي به په راتلونکو کلونو کې پر اروپايي هيوادونو وويشل شي نو مطلب دا چې ۲۴۰۰۰ به د فرانس په برخه کې راشي او موږ به دا قبلوو ځکه چې فرانس دې اصولو ته ژمن دی او دا هغه اصول دي چې موږ پخپله جوړ کړي.

د اتوار پر ورځ د عسيانو مذهبي مشر پاپ فرانسېس هم د رومن کېتولک چرچ سره تړلو ادارو ته په ټينګار سره وويل چې کډوالو ته د اوسيدو لپاره ځاي ورکړي

د پيښور پوهنتون د تاريخ استاد ډاکټر فخرالاسلام وايي په ځانګړې توګه عرب ملکونه د خپلو اسلامي ګاونډيو هېوادونو د پنا غوښتونکو پر مسله غلي دي او هيڅ مرستې ورسره نه کوي.

په لندن کې د منځني ختيځ او افريقايي پروګرام مرستيال مشر ويلي دي چې ځينو شامې وګړو په خليج او ځانګړې توګه قطر کې پنا اخستې خو دا ټول به په عمومي توګه يو ډول په لنډمهاله توګه هلته موجود وي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG