د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو: د عوامي نيشنل ګوند يو سياست وال وژل شوی


له يوې اوږدې مودې راهيسې د عوامي نيشنل ګوند پر سياستوالو بريدونه ډېر شوي دي. د دي ګوند مشران وايي چې امنيتي ادارې دې په خپل کار کې غفلت نه کوي او د دوی پر سياستوالو دې د ډېريدونکو بريدونو مخنيوی وکړي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د خيبر پښتونخوا په هنګو ضلع کې د ضلعي کونسلر حاحي ممتاز اورکزي وژنه غندلې ده.

د ياد ګوند له دفتره رسنيوو ته په خپره شوې خبرپاڼه کې د اسفنديار ولي خان له خولې ويل شوي چې امنيتي ادارې دې د عوامي نيشنل ګوند پر سياستوالو د بريدونو مخه ونيسي.

ضلعي کونسلر حاجي ممتاز اورکزي نن په يوه بمي چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ. پولیس وايي چې دغه چاودنه نن سهار د تورې وړۍ سيمې کې هغه مهال وشوه چې ممتاز اورکزی د خپلو دريوو نورو ملګرو سره دوابې ته روان وو. پولیسو په خبره، دغه چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله شوېده.

د هنګو د پوليسو يو افسر سبحان خان مشال ریډیو ته وویل چې په پېښه کې د ځایي مشر حاجي ممتاز اورکزي سره روان ملګري هم زخمیان شوي دي او د هغوی درملنه په روغتون کې روانه ده.

ده زیاته کړه چې اورکزی ځای پر ځای وژل شوي او د ملګرو حالت يې ښه نه دی.

تر اوسه پورې د دې بريد زمه واري چا نه ده اخيستي.

دې د عوامی نیشنل ګوند په ټیکټ د ډسټرکټ کونسلر لپاره منتخب شوی وو. په بلدیاتی انتخاباتو کې حاجی ممتاز اورکزی د جمعیت علماء اسلام ف ډلې شیر حاجی ته ماتې ورکړې و.

کورمې سره پر پوله توره وړۍ د ټل تحصیل په حدودو کې راځي چیرته چې یو شمیر وسله والې ډلې فعالیاتونه کوي. په دې سیمه کې تر دېوړاندې هم د بېلابېلو سیاسي ګوندونو په مشرانو بریدونه شوي دي.د جمعیت علماء ف ډلې د ټل تحصیل مشر مولانها شیرعالم فاروقی په یو وسله وال برید کې د ستمبر میاشت په ۲۰۱۴ کال کې وژل شوی وو.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG