طالبانو نن دوشنبه منلې چې پخوانی مشر ملا عمر یې په ۲۰۱۳ کال کې مړ شوی و. دوی دا خبره تر دوو کلونو پټه ساتلې وه. د افغانستان استخباراتو ادارې هم هغه مهال د ملاعمر د مړینې ادعا کړې وه.
افغان طالبانو د روان کال تر جولايي میاشتې د ملاعمر په نامه بیانونه خپرول، چې په ۲۰۰۱ کال په افغانستان کې یې د واکمنۍ له ختمیدو راهیسې چا نه و لیدلی.
طالبانو اوس په لومړي ځل د ملاعمر د مړینې نېټه اعلان کړه، دوی وايي هغه د ۲۰۱۳ م کال د اپرېل په ۲۳ مه نېټه مړ شوی و.
د ملاعمر د مړینې په اړه دغه معلومات د طالبانو د نوي مشر ملا اختر منصور په خپره شوې ژوندلیک کې نغښتي دي.
د معلوماتو ترمخې د طالبانو د رهبري شورا اکثروغړو او مذهبي عالمانو هغه مهال پرېکړه کړې وه چې د ملا عمر د مړینې خبر باید تر محدودو کسانو وساتل شي.
د بیان ترمخه د ملاعمر د مړینې خبر پټولو وجه د ناټو سازمان لخوا هغه اعلان و چې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه به په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت »مشن« ختموي.