د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر کې پر هوايي ډګر برید ، یو انجینیر وژل شوی بل ژوندی تښتول شوی


د بلوچستان ګوادر بندر
د بلوچستان ګوادر بندر

وسله والو کسانو د بلوچستان ایالت په ګوادر سیمه کې پر هوايي ډګر برید کړی چې په پایله کې یې یو انجینیر وژل شوی او بل وسله والو کسانو له ځانه سره ژوندی بولی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت وايي دغه هوايي ډګر په بلوڅ میشته سیمې « جیوني ښارګوټي » کې موقعیت لري او وسله والو پرې په سپکو او درنو وسلو برید ترسره کړی دی. دوی وايي برید کونکي پر موټرسایکلو سپاره وو او له بریده وروسته تښتیدلي دي.

تر اوڅه چا د دې برید پړه قبوله کړې نه ده ، خو په یاده سیمه کې بلوڅ بیلتون پالې ډلې له یوې مودې راهیسې فعالې دي او د حکومت پرضد وسله وال فعالیتونه کوي.

د بلوچستان ګوادر سیمه د بندر له وجې خورا زیات اهمیت لري او له ګوادره تر کاشغره اقتصادي لاره هم له دغه ځایه پیلیږي. په ګوادر کاشغر لاره د بلوڅو او پښتنو اعتراضونه دي او وايي چې د نوې نقشې سره سم د دې سترې اقتصادي لارې ټوله ګټه پنجاب ایالت ته رسیږي.

خو د پاکستان وزیراعظم ميانواشريف په یو تازه بیان کې ويلي دي چې له چين سره د اقتصادي لارې منصوبې ګټې به ټول هيواد ته ورسيږي. د پاکستان سرکاري راډيو په خپله ويبپاڼه خبر ورکړي، چې وزيراعظم پرون په اسلام اباد کې په هم دې اړوند جوړې شوې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل د ګوادر کاشغر اقتصادې لارې ټولې پروژې دې د ۲۰۱۷ م کال تر پایه بشپړې کړای شي.

XS
SM
MD
LG