د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرمه ایجنسۍ کې د شري ناروغۍ پرضد کمپاین دوام لري


فایل فوټو
فایل فوټو

په کرمه ایجنسۍ کې د شرې ناروغۍ پرضد پیل شوی مهم لا هم دوام لري.د صحت د محکمې ځايي چارواکي وايي د روانې میاشتې له شلمې نیتې راهیسې پیل شوې دغه لړۍ به د روانې میاشتې تر اخره پورې روانه وي.

په دې مهم کې به د شپږو میاشتو نه واخله تر لسو کالو پورې یو لک او اووه زره ماشومانو ته به د شرې ناروغۍ پر ضد پیچکاري ( ټیکې ) وهل کیږي.

په کوزه او منځنۍ کرمه کې د دې پروګرام چلونکی ډاکټر عنایت الرحمان مشال ریډیو ته وویل، تراوسه دوی شاو خوا اویا زره ماشومانو ته د شرې ناروغۍ پر ضد ټیکې ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په سیمه کې ددې پروسې د کامیابۍ لپاره دوی پنځه اویا ټیمونه مقرر کړیدی چې په ورکې ماهر ډاکټران هم شامل دي.

د نوموړي په وینا ، په دې مهم کې د پولیو ناروغۍ نه د بچ کیدو ټیکې هم ماشومانو ته ورکول کیږي. دی وايي د پولیټیکل انتظامیه او د تعلیم محکمه ورسره مرسته کوي.

د میرو کڅې نظیر خان مشال ریډیو له لارې د صحت محکمې شکریه ادا کړه او دا یې وویل چې دا لړۍ د دوی لپاره ډیره مفید ده نو خلکو له پکار دي چې خپل ماشومان د واکسین ډلو ته مخامخ کړي.

ډاکټر عنایت الرحمان وايي : د شري پرضد د کمپاین د شروع کولو یوه وجهدا هم ده چې په قبایلی سیمه او په حصوصی توګه په کرمه کې د دغې ناروغۍ په ډیر لګ وخت کې ډیر زیات کیسونه مخې ته راغلی دي او زیاتوی چې په سیمه کې دغه مهم شروع کول ډیر ضروري وو.

واضحه دی وی چې په قبایلی سیمه کې د لسو کالو پس د شري ناروغۍ پر ضد د کمپاین لړۍ روانه ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG