د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سريلنکا کرکټ لوبډلې کيپتان سنګاکارا له لوبې رخصت واخيست


د سريلنکا کرکټ لوبډلې کيپتان سنګاکارا له لوبې رخصت واخيست
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سريلنکا کرکټ لوبډلې کيپتان کمار سنګا کاره پرون (دوشنبه) د دې هيواد په کولمبو لوبغالي کې خپله وروستۍ لوبه تر سره کړه او د کرکټ له نړۍ يې رخصت واخيست. سنګاکاره چې بېټسمېن او وکټ کيپر و، ۱۵ کاله يې د کرکټ لوبه وکړه. د سريلنکا کرکټ لوبډلې پرون د هندوستان خلاف ټېسټ لوبه وبايله خو بيا هم د سريلنکا لوبغاړو کمار سنګاکاره پر خپلو اوږو پورته کړ او په ټول لوبغالي کې يې وګرځوی. تر پرونۍ لوبې وروسته خبري غونډې ته د وينا پر مهال کمار سنګاکاره په ژړا شو او وې ويل چې د خپل کرکټ په وروستۍ ورځ ډېر زيات خفه دی. د کمار سنګاکاره د کرکټ ژوند ته اسرار عالم مومند کتنه کړې او راپور يې پرې جوړ کړی چې لاندې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG