د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د پولیو مخنیوي نظام کې ستونزې

قبایلي سیمو کې د واکسینو لړۍ
قبایلي سیمو کې د واکسینو لړۍ

په پاکستان کې په روغتونونو او صحي مرکزونو کې ماشومانو ته د پولیو او نورو ناروغیو نه دبچ کېدو لپاره د واکسینو ځانګړې څانګې فعالې دي چې د صحت د محکمې نه علاوه د EPI په نوم یوه اداره ددې انتظام او څارنه کوي.

دا وېکسېن چې اکثر یې ډېر قیمتي وي د ملګرو ملتونو د صحت د څانګې په مرسته د حکومت له اړخه مفت ورکول کیږي. په دې پوښتنه چې کوم ماشومان د واکسینو نه پاتې شي دهغوي مالومات څنګه ترلاسه کوي، د اي پي آي مرستیال مشر ډاکټر تېمور خان وايي

« په هره ضلع کې زمونږ ټیمونه موجود دي، هغوی هره هفته مونږ ته راپورونه راکوي او که د پولیو کوم نوی کیس مخې ته راغلی وي، نو مونږ ترې په باقاعده توګه خبروي. »

بلخوا د چارسدې په یو هسپتال کې د واکسینو د مرکز چارواکې زمردشاه وايي دې مرکز کې یو شمېر نیمګړتیاوې دي، دا راز د خپل راپور مرکز ته استولو په لړ کې هم د مشکل سره مخ دي.

« موږ د راپور د استولو لپاره کمپیوټر ، جنریټر او نورو وسایلو ته ضرورت لرو.نو همداده چې د لوډشیډنګ له وجې زمونږ کار متاثره کیږي.»

په دې هکله ډاکټر تېمورخان وویل چې د هېواد د نورو مشکلاتو په څیر ددوي اداره هم یو شمېر مشکلات لري خو بیا هم دوي یې دهوارولو کوشش کوي.

« موږ په پاکستان غوندې په یو بې وځله هیواد کې ژوند کوو ، دلته بیلا بیلې ستونزې موجودې دي. خو شته وسایلو ته په کتو موږ هڅه کوو چې ستونزې هوارې کړو. »

ډاکټر تیمورخان زیاته کړه چې دوی په دې لړ کې د امریکايي مرستندویه ادارې USAID او د صحت نړیوالې ادارې WHO سره هم په رابطه کې دي او ممکنه ده چې په نږدې وخت کې به دغه ستونزې هوارې شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG