د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ایجنسۍ مشران وايي حکومت دې سکولونه نه بندوي


د خیبر ایجنسۍ یو سکول
د خیبر ایجنسۍ یو سکول

د خیبر ایجنسۍ قومي او سیاسي مشران وايي د فاټا سکرټریټ هغه پریکړه ورته د منلو وړ نه ده چې غواړي په یاده قبایلي سیمه کې د سکولونو شمیره کمه کړي.

فاټا سکرټریټ د نوې تعلیمي پالیسۍ له مخې هغه سکولونه به له منځه خي چې ورکې د هلکانو شمیره له اویاوو او د نجونو شمیره له پنځه شپیتو کمه وي. خو د سیمې مخور مشران وايي دا پالیسي ګټوره نه بولي.

شمس الدین اپریدی په خیبر ایجنسۍ کې د جمیعت علما اسلام ډلې مشر دی. نوموړي په دې اړه مشال راډیو ته وویل :

« دا يالیسي ښه نه ده ، ځکه چې قبایلي سیمو کې د سکولونو د زیاتولو اړتیا ده ، نه دا چې سکولونه دې کم یا ختم کړای شي. »

په تیرا کې د ماشومانو سکول
په تیرا کې د ماشومانو سکول

د اشرف خان اپریدي په نوم یو بل قبایلي مشر بیا وايي د خیبر ایجنسۍ اکثرې سیمې له تیرو شپږو کلونو راهیسې د جنګونو له کبله بندې پرتې دي، سکولونه هم ړنګ شوي او بند پراته دي.

« د پالیسۍ جوړونکي ړانده او کاڼه دي.دوی په دفترونو کې ناست دي او له حقایقو ناخبره دي. باړه شپږ کاله بنده وه ، سکولونه کنډ وکپر پراته دي،څوک په جلوزو کې پراته دي، څوک په پېښور کې، چې سکولونه بند وي او خلک کډوال وي، نو د زدکونکیو شمیره به څنګه زیاتیږي. »

په خیبر ایجنسۍ کې د خیر ښیګړې د یو تنظیم چارواکی حکم خان هم په دې نظر دی چې که د فاټا سکرټریټ دغه پریکړه عملي کړه نو د سیمې ماشومان به نور هم د زدکړو پرمهال د ستونزو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG