د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په شام کې د حکومتي ځواکونو بمباري غندلې


دمشق - امریکا د شام د حکومتي ځواکونو د هغو هوايي بمباریو غنده کړېده چې پکې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي او په سلګونه ټپي شوي دي.

دا بمبارۍ د شام پلازمنې دمشق ته نژدې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کېربي د دوشنبې پر ورځ په یو بیان کې وویل چې دا او دې ته ورته بریدونه څرګندوي چې د شام رژيم ((انساني ژوند له پامه غورځولی)) دی.

دا بریدونه د یاغیانو تر ولکه لاندې په دوما ښارګوټي کې شوي دي او په څلور کلنۍ جګړه کې تر ټولو خونړي بلل شوي دي.

د شام د اپوزيشن د ملي اتحاد مشر خالد خواجه دا بریدونه ټولوژنه بللي او ويلي یې دي چې مجرمان به یې له سزا پاتې نه شي.

په لندن کې د شام د بشري حقونو د څار اداره وايي په دې هوايي بریدونو کې ٢٥٠ کسان ټپي شوي دي.

دا اداره وايي چې حکومتي ځواکونو پر یو بازاره ۱۰ هوايي بریدونه کړي دي چې زیاتره عام خلک پکې وژل شوي دي.

په شام کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې بحران دی. لومړی په ۲۰۱۱ز کال کې ولسي وګړو د ولسمشر بشارالاسد پر ضد پاڅون وکړ چې بیا امنیتي ځواکونو یې پر ضد زور وکاراوه.

وروسته دا بحران په وسله واله شخړه بدل شو او بیا په ۲۰۱۴ز کال کې د اسلامي دولت یا داعش په نوم وسله والې ډلې په شام او عراق کې خپل خلافت اعلان کړ. د هم هغه کال له اګست میاشت راهیسې امریکا او ملګري هېوادونه د اسلامي دولت ډلې پر اهدافو هوايي بمبارۍ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG