د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بلوڅو بېلتون غوښتونکو مهم قومندانان تسليم شوي"


د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي د دوشنبې پر ورځ بیا هم تور پورې کړ، چې د بلوچستان په ناامنۍ کې په خاصه توګه د بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو تر شا د هندوستان او افغانستان د استخباراتو لاس دی، او د ده په خبره د دواړو هېوادونو استخبارات نه غواړي، چې پاکستان پرامنه وي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي د دوشنبې پر ورځ بیا هم تور پورې کړ، چې د بلوچستان په ناامنۍ کې په خاصه توګه د بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو تر شا د هندوستان او افغانستان د استخباراتو لاس دی، او د ده په خبره د دواړو هېوادونو استخبارات نه غواړي، چې پاکستان پرامنه وي.

نوموړي دا خبري په يوه خبري غونډه کې کړې، چې په کې د عبدالستارمسوري په نامه د مهم قومندان په شمول څلور نور وسله وال حکومت ته تسليم شوو.

((عبدالستارمسوري بګټي چې زما په ښۍ خوا کې ناست دی، دی د برهمداغ بګټي ډېر نيژدې ملګری وو، چې د بلوچ ريپبليکن ارمي نومې ډلې بنياد يې ايښی وو. دوی د دې وسله والې ډلې بنياد په ډېره بګټي کې ايښی وو او بیا په ۲۰۰۶ کې دی له برهمداغ او پنځو نورو ملګرو سره افغانستان ته لاړ. چې اوس ددوي په حقیقت سر خلاص شو، بېرته راغلو او زه يې د زړه له تله هرکلی کوم.))

عبدالستار مسوري بګټي چې په دې خبري غونډه کې يې ادعا وکړه، د افغانستان په نيمروز ولایت کې دی له خپلو نورو ملګرو سره اوسېده، او د هغهحکومت له خوا سره د ده په خبره هر ډول مرسته کېده.

د مسوري تردې خبرو وروسته بیا هم سرفرازبګټي رسنوالو ته زیاته کړه، ده له لومړۍ ورځې راهیسې همدا ویل، چې د ګاونډي هېوادونو استخبارات په بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړې دي، چې نن يې وسله وال قومندان ستار مسوري هم تاييد وکړ.

له سرفرازبګټي مې په دې خبري غونډه کې وپوښتل، د افغانستان د حکومت له خوا بیا په تاسو تور پورې کېږي، چې هم تاسو په کوټه او نورو سیمو کې افغاني طالبانو ته پټنځايونه ورکړي، تربیت ورکوئ او هر قسم مرسته يې کوئ؟ بګټي يې داسې ځواب راکړ.

((ګوره په بلوچستان کې په هېڅ يو ځای کې د طالبانو پټنځایونه نشته، نه يواځې د طالبانو، بلکې د هېڅ يوې وسله والې ډلې پټنځای نشته. موږ به هېڅ يوه ترهګر ته په هېڅ حال کې هم د بلوچستان يو کونج هم کارولو ته پرې نه ږدو.))

د ویلو وړ ده چې د بلوچستان او پاکستان د حکومتونو له خوا تردې وړاندې هم د دوی په سیمو کې د وسله والو پېښو تر شا د هند او افغانستان د استخباراتو لاس بللی، خو هغوي بیا نه يواځې د دوی دا تورونه تل ناسم بللي، بلکې پر پاکستان ورته تور لګوي.

XS
SM
MD
LG