د لاسرسي ځای

تازه خبر

"دا خبره ناسمه ده چې د آی ایس آی مشر حکومت نسکورول غوښت"


د پاکستنان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستنان وزیراعظم نواز شریف

د پاکستان حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) د خپل يو مشر غړي خبره رد کړې ده چې ګواکې د جاسوسي ادارې آی ایس آی پخواني مشر تېر کال د حکومت ړنګولو پلان درلود.

اسلام اباد: د پاکستان حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) د خپل يو مشر غړي خبره رد کړې ده چې ګواکې د جاسوسي ادارې آی ایس آی پخواني مشر تېر کال د حکومت ړنګولو پلان درلود.

د واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) چارواکي وايي چې دا خبره ناسمه ده چې د آی ایس آی پخواني مشر لفټننټ جنرال ظهيرالاسلام د حکومت نسکورولو تابیا کړې وه.

دا خبرې د جمعې په ماښام د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د مسلم لیګ (ن) ډلې مخکښ سنېټر مشاهدالله خان د جمعې په ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې د اي ايس اي پخواني مشر لفټننټ جنرال ظهيرالاسلام غوښت چې د وزيراعظم او پوځي مشر ترمنځ اختلافات پېدا کړي او په خپله پر حکومت قبضه وکړي.

سنېټر مشاهدالله خان دا تور هم پورې کړ چې تېر کال په اسلام اباد کې د عمران خان او طاهرالقادري په مشرۍ کې د شویو احتجاجونو تر شا د آی ایس آی د هغه وخت د مشر ظهيرالاسلام لاس وو.

ده وویل چې دا خبرې په هغه ثبت شوي غږیز (ږغیز) ټیپ کې شوې وې چې د وزیراعظم نواز شریف او د پوځ مشر جنرال راحيل شریف ترمنځ په ملاقات کې اورول شوی وو.

خو د نواز شریف په مشرۍ کې حکومت وايي چې له دوی سره داسې کوم ټېپ نشته چې د مشاهد الله خان دا تورونه ثابت کړي.

د پاکستاني پوځ وياند هم پر خپله ټویټر پاڼه په یو پېغام کې دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG