د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېم کیو اېم د پاکستانه له پارلمانه استعفا وکړه


اېم کیو اېم د پاکستانه له پارلمانه استعفا وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان سیند صوبې یو له لویو ګوندونو متحده قامي مومنټ (ایم کیو ایم) له سېنېټ، قامي اسمبلۍ او سیند اسمبلۍ څخه استعفا وکړې او خپلې کې د پارلمان مشرانو ته وړاندې کړې. د ایم کیو ایم د قامي اسمبلۍ غړي فاروق ستار نن «شورو» د اسمبلۍ غونډې ته وویل، ګوند یې ګڼله چې په کراچۍ ښار کې به د امنیتي ځواکونو کاروايي بې پرې او غیرجانبداره وي خو د رېنجررو رویه یواړخیزه ده او پاکستان تحریک انصاف لپاره په کراچۍ کی لاره هوارول کېږي او دغه وجه ده چې ګوند یې له سېنېټ، قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ د استعفا ورکولو پرېکړه وکړه. د یادونی ده چی د ایم کیو ایم په سینټ کی اته (۸) په قامي اسمبلۍ کی څلرویشت (۲۴) او په سند اسمبلۍ کې یو پنځوس (۵۱) غړي دي. مشال راډيو په کراچۍ کې له خبریال ضیاء الرحمن سره د ایم کیو ایم پر استعفاګانو مرکه کړې چې اېم کیو اېم ولې دومره لوی ګام واخیست چې ان له پارلمانه ځان وباسي.

XS
SM
MD
LG