ښاغلي غني نن «دوشنبه» په کابل کې خبریالانو ته له پاکستان سره د اړیکو په اړه معلومات ورکړل او و یې ویل، هغه هېواد په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستان سره عملي همکاري نه ده کړې.
ولسمشر غني وایي، که چیرې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ملي ګټې او د عامو افغانو ژوند خوندي نه وي، بیا نو دا اړیکې هېڅ مانا نه لري.
په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پرله پسې حملو بلاخره د افغان چارواکو چوپتیا ماته کړه او ولسمشر د دې حملو پړه پر پاکستان واچوله.
ولسمشرغني وایي، لاهم د وسله والو مخالفینو ځالې په پاکستان کې دي او همدغه وسله والې ډلې د پاکستان له قلمروه د افغان حکومت پر وړاندې د جګړې اعلان کوي.
((موږ د سولې امید درلود، خو د پاکستان په قلمرو کې زموږ د خاروې پرضد د جګړې اعلان کېږي، دا په حقیقت کې له یوه ګاونډي ملت او هېواد سره څرګنده دښمني ده، زه د پاکستان له ملت او دولته پوښتنه کوم، که فرضاً داسې یو ټولوژنه یا قتل عام چې په شاه شهید کې وشو په اسلام باد کې ترسره شي او د افغانستان په خاروه کې ځالې ولري ستاسو عکس العمل به څه وي او تاسې به موږ ته د دوستانو او که د دښمنانو په سترګه ګورئ.))
د ملي وحدت حکومت له جوړیدو راهیسې لومړی ځل دی چې افغان چارواکي په دومره تنده لهجه پاکستان مخاطبوي او د دوی په غیرصادقانه همکارۍ انتقاد کوي.
اشرف غني وویل، وروستۍ حملې د هغو کسانو کار دی چې سوله نه غواړي خو ډاډ یې ورکړ چې دا او نورې حملې به افغان حکومت د سولې له هدفه ونه ګرځوي:
((چې کله هم سولې ته امید زیات شي د سولې پر مخالفانو اور بل شي او بیا نو وحشیانه حملو ته زور ورکوي، داسې حملې به نه موږ د سولې له سپیڅلې لارې واړوي او نه به مو دې ته وهڅوي چې جګړه مارو ته امتیاز ورکړو، موږ به سوله له هغه چا سره کوو چې د انسانیت، اسلامیت او افغانیت په مانا پوهېږي او خپل هېواد د پردو ګټو لپاره نه ړنګوي.))
ولسمشر د طالبانو د پخواني مشرملا عمر مړینې ته په اشارې وویل، دا د دې ښکارندوي کوي چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو جګړه د بل چا لپاره روانه وه.
که څه هم د ولسمشر او اجرایي ریس وروستۍ څرګندونې ښيي چې افغانستان په یوه ډول له پاکستانه ناراضه شوی، خو ولسمشر غني وایي، د پاکستان وزیر اعظم په وروستیو خبرو کې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ولسمشر وایي، نوازشریف ورته ویلي چې د ترهه ګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره به یوه عملي پلان جوړوي او زیاته یې کړه چې راتلونکې پنجشنبې به یو افغان پلاوی د همدې پلان د عملي کېدو پر لارو چارو د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي.
اشرف غني د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په اشارې وویل، که په دې اړیکو کې ملي ګټې او د افغانانو ژوند خوندي نه وي هېڅ مانا نه لري:
((له پاکستان سره زموږد روابطو معیار د افغانستان ملي ګټې او په راس کې د افغانستان د خلکو خوندي ژوند دی که زموږ خلک وژل کېږي د روابطو مانا او محتوا له لاسه ورکوي چې امید دی داسې ونه شي.))
راپور: رحمت الله افغان