د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې روغتون او بس اډه څنګ پر څنګ


د کوټې ولسي روغتون
د کوټې ولسي روغتون

د بلوچستان په کوټه کې د ښار په منځ کې له څه مودې راهیسې یو خوا ته د ښار مرکزي لوی سیول روغتون دی او پر څنګ یې د ځايي بسانو بس اډه موجودیت لري، چې د خلکو او ډاکټرانو په خبره، په روغتون کې موجود پر مریضانو ډیرې بدې اغېزې اچوي. ولس او ناروغان غوښتنه کوي چې بس اډه دې له روغتونه لیرې یو بل ځای ته کډه کړل شي.

بلخوا د بلوچستان ټرانسپورټ محکمې سیکرېټري مشال راډیو ته وویل چې دبس اډې پر کډه کولو یې کار روان دی.

د کوټې اوسېدونکی سید محمد نبي:

«اوس دا څنګ ته روغتون دی او بلې خوا ته بس اډه ده. یو دیوال یې تر منځ دی. ته وګوره چې څومره شرشور دی. هارنونه دي. دغه دی اوس دستي بس را روان دی او موږ ټول یې وینو چې څومره نارې ورڅخه راوځي. دا هغه زاړه بسان دي چې د کال ۱۹۸۵م هم لا مخکې ماډلان دي. نو د دې بسونو له وجې یو خو د غږ ګندګي Noise Pollutionاو بل د هوا ګندګيAir Pollutionخوره وره ده»

یو بل کس مطیع الله شاه:

«د دغې وضعې له وجې مریضانو ته ډېر مشکلات دي.ځینې د کېنسر، ځینې د زړه او ځینې د اعصابو مریضان دي، نو دا هر څه پر هغوز بدې اغېزې اچوي. ته یې وینې چې روغتون او د بس اډه څنګ پر څنګ سره موجودې دي. له بسه د کوټې د ځایي سیمو ته د تلو نارې راوځي، لکه سریاب، سبزل او داسې نور. نو له دغه صورتحاله خو زما په شان یو عادي کس هم ډېر متاثره کېږي، نو بیا څنګ ته په روغتون کې موجود د مریضانو به څه حال وي؟»

په سیول روغتون کې له یوه مریض سره راغلی خپلوان محمد قاسم په دغه اړه وویل چې مریضانو او دوي ته ذهني او اعصابي فشار وي، ځکه چې په وینا یې، یو خو دغسې هم روغتون د ښار په منځ، په ګڼه ګوڼه کې دی، بل اړخ ته یې د بس اډه څنګ ته ده.

د بسانو د هارنانو او شرشور تر منځ راګېر د روغتون یو ډاکټر حبیب الرحمان وايي، دوی او مریضان، دواړه له دغې وضعې تنګ دي:

«روغتون باید په داسې ځای کې موجودیت ولري چې تر لیرې لیرې د ګڼې ګوڼې او شرشور موجودګې نه وي. ښکاره خبره ده چې ناروغان تنګېږي او د درملنې او ژغورنې فطري نظام اغېزمنېږي»

د بلوچستان ټرانسپورټ محکمې سیکرېټري عبدالخالق مندوخېل د دغه ستونزې په اړه وویل، د صوبې ستر سیکرېټري (چیف سیکریټري) د امر له مخې دوی د دغې اډې په ګډون ښار ته نزدې ټولې بس او نورې اډې له ولسي وګړو او ګڼې ګوڼې لیرې کډه کولو بندوبست پېل کړی دی او ډېر ژر به دغه اډه هم له دغه ځایه یوسي.

XS
SM
MD
LG