د دوشنبې پر ماښام له قطره په خپور شوي بیان کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر سید طیب اغا ویلي، تر دوو کلونو د ملا محمد عمر د مړینې خبر پټ ساتل تېروتنه وه.
په خپل بیان کې طیب اغا ویلي، د ملا عمر د مړینې تر خبر خپرېدو وروسته چې له ((هېواده بهر اوسېدونکو)) د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور وټاکه نو دا ((یوه تاریخي اشتباه)) یا تېروتنه ده.
بیان وايي، هر کله چې له افغانستانه بهر د افغانستان چارو لپاره یو مشر ټاکل شوی هېواد ته یې تاوان رسولی دی.
طیب اغا وايي، دوی له ۲۰۱۳ز کال راهیسې د ملا عمر هېڅ غږیز (ږغیز) پیغام نه دی تر لاسه کړی او دوی هڅه کوله چې د ملا عمر پیغام خپور شي ځکه چې طالبان په تشویش کې ول.
همدا لامل دی چې طیب اغا د قطر سیاسي دفتر له مشرۍ استعفا ورکړې او وايي، نور به د سیاسي دفتر یا کمېسیون د مشر یا استازي په توګه له هېڅ ((داخلي یا خارجي)) لوري سره نه ګوري.
اغا په خپل بیان کې پر وسله والو طالبانو غږ (ږغ) کړی چې د ولسي وګړو ((د سر او مال ساتنه)) دې وکړي او پر هغو هېوادونو او ډلو دې حملې نه کوي چې د افغانانو د ((غریب هېواد په بیا رغونه کې)) مرسته کوي.
نوموړي همداراز پر طالب مشرانو ټینګار کړی چې طالب وسله وال دې د ((پردیو د ګټو لپاره)) نه کاروي.
طیب اغا په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ پر مهال د ملا عمر سېکرتر وو. دی په ۲۰۰۹ز کال کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شو.
د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه وايي، طیب اغا د طالبانو د واکمنۍ او ملا عمر په ژوند کې هم له اختر منصور سره ښه اړیکي نه لرل.
طیب اغا په خپل بیان کې پر طالبانو د یووالي ټینګار کړی او زیاتوي چې د طالبانو د تحریک د یوه غړي په توګه به خپل کار ته دوام ورکوي.
دا بدلون پر داسې وخت مخې ته راغلی چې د ملا عمر د مړینې خبرونو تر راتګ وروسته ملا اختر منصور د طالبانو نوی مشر شو.
د منصور تر مشرۍ وروسته د طالبانو یوه بل مشر ملا حسن رحماني په یوه ځانګړې مرکه کې ازادۍ راډیو ته وویل، د منصور پر ځای باید د ملا عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو نوی مشر ټاکل شوی وای.
رحماني وویل، د کوټې شورا ګڼ غړي د ملا اختر منصور له مشرۍ سره اختلاف لري.
ده زیاته کړه چې د خپل ژوند په وروستیو ورځو شپو کې ملا عمر یوازې ساتل شوی وو او هېڅ کس ته ورسره د لیدو اجازه نه وه.
افغان حکومت او طالبان وايي، ملا عمر د ۲۰۱۳ز کال د اپرېل په میاشت کې مړ شوی وو.
ټاکل شوې وه چې د جولای پر ۳۱مه افغان حکومت او طالبان د پاکستان په مري ښار کې د سولې خبرو دویم پړاو تر سره کړي خو د ملا عمر مړینې خبر تر خپرېدو وروسته د تېرې پنجشنبې یا زیارت پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویل، د طالبانو په غوښتنه یې دا خبرې ځنډولې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت تر دې بیان وروسته د خبرو پر ځنډېدو د خپګان څرګندونه وکړه او هیله یې وښوده چې د سولې خبرې به ژر ترسره شي.