د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د طالب مشرانو څرګندونې د سولې ضد بللې


ولسمشر اشرف غني وايي چې په افغانستان او پاکستان کې د امنیت د ټینګښت په اړه د پاکستان له مشرانو سره په تماس کې دی.

افغان حکومت د سولې د روانو هڅو په وړاندې د طالبانو د مشرانو وروستۍ څرګندونې غندلي او خبرداری یې ورکړی چې دا هڅې به ناکامې کړي.

پرون په یو صوتي پیغام کې چې د طالبانو نوي مشر ملااختر محمد منصور ته منسوب بلل شوی د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې رد او د جګړې پر دوام ټینګار وشو خو افغان حکومت وايي چې طالبانو او نورو ورته ډلو ته یوازې د وسله والو مخالفینو په سترګه ګوري او په همدې حیثیت د سولې خبرې ورسره کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي دي چې د هېواد له اوسني سیاسي نظام سره هېڅ راز موازي حرکت د حکومت لپاره د منلو وړ نه دی.

بیان د حکومت د سولې د هڅو په اړه د طالبانو څرګندونې غندلي او ټینګار کوي چې د سولې خبرې د افغانانو د وینو بهولو او د هېواد د وراني د مخنیوي یوازینۍ لاره ده.

ولسمشر اشرف غني وايي چې په افغانستان او پاکستان کې د امنیت د ټینګښت په اړه د پاکستان له مشرانو سره په تماس کې دی.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې ښاغلي غني د هېواد د روان امنیتي حالت په اړه پرون د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړې. ولسمشر غني چې د خپلې پښې د علاج لپاره جرمني ته تللی له اجراییه رییس او په کابینه کې د امنیتی سکتور له چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG