د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د غزل شپه او مشاعره


خوست کې شاعران او سندرغاړي يو ځای شوي وو. هم يې شعرونه وويل او هم يې سندرې. دوی وايي په روانو حالاتو کې د سعات تيرۍ پروګرامونه ډېر اهميت لري او بايد چې محلي موسيقي همداسې غږيدلې پاتې شي.

بیګاه شپه (یکشنبې شپه) په خوست کې د سویل ختیځ زون د مدني ټولنې او بشر حقونو د دفتر په بلنه او نووښت د غزل شپه جوړه شوې وه.

د غزل شپې اوله برخه مشاعرې او دویمه برخه يې سندریز بنډار او محلي موسیقۍ ته بیله شوې وه. دې محفل کې ګڼو ځايي فرهنګیانو، شاعرانو، هنرمندانو او د هنري برنامو مینه والو برخه اخیستې وه.

شاعر او کره کتونکي فریدالله قربان وويل چې دا ډول بنډارونه هر کس ته یو ډول فکري او رواني سکون وربخښي:

((د دا ډول بنډارونو او مجلسونو جوړول په رښتیا هم ډېر مهم دي، د خلکو په ټولو کې یو بل ته د مینې په ورکولو کې یا په عموم کې د سولې په راوستلو کې دا ډېر مهم دي، ځکه دا نن دلته داسې ملګري راغلي دي، چې کلونه يې یو بل نه وو سره لیدلي، خو نن دلته سره راټول دي، یو بل سره د زړه خواله کوي، بل دا چې کلتوري بنډارونه ټولو ته فکري او رواني سکون ورکوي، په څنګ کې مو شعرونه واوریدل او مشاعره وشوه، دا دی اوس سندریز بنډار روان دی، زه وایم چې دا په ټوله کې د خلکو په یو ځای کولو کې ډېر مهم دي.))

راج او تاج اوس هم په کې د کاڼو د خدایانو دی - کلی به زموږ وي، خو اختیار يې د خانانو دی

د غزل شپې د پروګرام په اوله برخه کې مشاعره وشوه چې ګډونوالو شاعران په چکچکو او احساساتو لمانځل.

درې تنه ځوان شاعران ساجد بهار، طالب منګل او نوراجان بهیر:

ساجد بهار:

زما هم داسې ګنهکارې شیبې نه دي خوښې

که ته مې وځوروې، ما نه به ګناه لاړه شي

ژونده دا ستا په نامه مرګ ته پیدا شوی یمه

ته دې پیکه شې او له تا نه دې ښکلا لاړه شي

بهاره زه بې له هغې دومره یوازې شم، چې

له ژوندانه مې خوند اورنګ کیف او مانا لاړه شي.

طالب منګل:

زنده ګۍ ته ورځه درومه، زه راځمه

په کوټه کې کاغذونه پاتې شوي

پکې بندې د ګلونو خوږې سترګې

په ټولګي کې کتابونه پاتې شوي

مقالې د بې هوشۍ لولم طالبه!

په اخبار کې اندامونه پاتې شوي.

نوراجان بهیر:

ځنې کیسې له زغمه ووځي خو، په ژوند کې ځنې تجربې ښې دي

زه او تا ویښ ان تر سهاره ښه یو، انديښنې پریږده دا ویدې ښې دي

په پیغلو، ژڼو په ټپو اباد دي، دا ګودرونه دا حجرې ښې دي

بهیره پرېږده د نغمو تارونه، نور دې په لاسو کې تسبې ښې دي.

د مشاعرې په منځ منځ کې یو شمېر شاعرانو خپل کلامونه په ترمن کې وړاندې کول.

محمدرحیم سکندر:

راج او تاج اوس هم په کې د کاڼو د خدایانو دی

کلی به زموږ وي، خو اختیار يې د خانانو دی

ما و جانان سترګې د لمبو یو بل نه ډکې کړې

مونږ پکې مسکي یو، اور اخیستی رقیبانو دی

شور دې چې په لاسو کې د سرو زرو ځنځیر کوي

څه له دې خپل کړی دا عادت د غلامانو دی

د غزل شپې په وروستۍ برخه کې د محلي هنرمندانو له خوا سندرې وويل شوي.

په دې محفل کې د نورو سندرغاړو تر څنګ محلي هنرمند دلاور غمځپلي ښکلې غزلې او بدلې وړاندې کړې:

لږ خو راته وخانده چې ورک مې د زړه غم شي اشنا

څه به دې پرې کم شي اشنا، څه به دې پرې کم شي اشنا.

XS
SM
MD
LG