د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پشکال له بارانونو او سېلاونو د مړو شمېره ٨٦ تنو ته رسېدلې


Floods in Chitral
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:43 0:00

د موسمياتو محکمې چارواکي محمد رياض وايي چې د قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا پشمول په ټول ملک کې به د پشکال بارانونو لړۍ تر راتلونکیو دوو ورځو دوام لري.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي اداره «اېن ډي اېم اې» وايي چې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو لوجې شپږ اتيا (٨٦) کسان مړه او شپږ پنځوس (٥٦) ژوبل شوي دي.

د یادې ادارې چارواکي احمد کمال مشال ريډيو ته وويل چې د بارانونو او سېلابونو له وجې په خېبر پښتونخوا کې درې څلويښت (٤٣) کسان مړه او لس (١٠) ژوبل شوي دي. د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې نولس (١٩) کسان مړه او دوه (٢) ژوبل شوي دي.

په پنجاب صوبه کې دولس (١٢) کسان مړه او شل (٢٠) ژوبل شوي دي. په بلوچستان کې اووه (٧) کسان مړه او دوويشت (٢٢) ژوبل شوي دي او په ګلګت بلتستان کې پنځه (٥) کسان مړه او دوه (٢) ژوبل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې له خېبر پښتونخوا او بلوچستانه علاوه په نور ملک کې بارانونو او سېلابونو نژدې اته سوه يو (٨٠١) کلیو تر پنځه لاکو زيات وګړي اغېزمن کړي دي او د دې متاثرينو لپاره دوه سوه څوارلس (٢١٤) امدادي کېمپونه جوړ کړل شوي دي چې پکې تر دريوشت (٢٣) زرو زيات کسان مېشت دي.

د احمد کمال په وينا د بارانونو او سېلابونو له کبله په ټول ملک کې دوه زره اته پنځوس (٢٠٥٨) کورونو ته په مکمله او يا جزوي توګه نقصان رسېدلی دی او دې متاثرينو ته تر دې دمه د يودېرش (٣١) زروزياتې خېمې ورکړل شوې دي.

بلخوا له افتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې «اېن ډي اېم اې» د مطبوعاتو افسر لطيف الرحمن مشال ريډيو ته وويل چې د بارانونو او سېلابونو په ټوله صوبه کې درې سوه نهه پنځوس (٣٥٩) کورونو ته په مکمله توګه او يو سل اته څلويښت (١٤٨) ته په جزوي توګه نقصان رسولی دی.

د چترال ضلعې په متاثرينو سيمو کې د امدادي کاروائيانو پحقله د نوموړي وينا وه چې تر دې دمه يي ادارې سيلاب ژپلو کې پنځه سوه پنځه شپيته (٥٦٥) خېمې، قريبا درې زره پورې کمبلې او دوه زره (٢٠٠٠) د خوراکي توکیو پيکټې چې پکې اوړه، غوړي، بوره، وریژې او نور اړین توکي په اغېزمنو کې ووېشل شول.

بلخوا د موسمياتو محکمې چارواکي محمد رياض وايي چې د قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا پشمول په ټول ملک کې به د پشکال بارانونو لړۍ تر راتلونکیو دوو ورځو دوام لري.

د يادونې ده چې په ملک کې د پشکال بارانونو دا دويمه لړۍ د روانې مياشتې له ١٦ نېټې پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG