افغان چارواکو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې ادعا کړې ده. د نوموړي مړینه نن په کابل کې د افغان امنیتي چارواکو لخوا په یوه غونډه کې تاييد شوه او امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې هغه دوه کاله وړاندې مړ شوی دی.
د ملا محمد عمر د مړينې خبر په داسې حال کې افشا شوی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پېل شوي او د مذاکراتو دوهم دور د جمعې په ورځ په پاکستان کې کېدونکی دی.
د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي په دې اړه د سيمه ايزو چارو له کارپوه سميع يوسفزي سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د ملا عمر د مړينې خبر ولي دوه کاله وروسته خپريږي؟ نوموړی په ځواب کې وايي.......
نښلول
شریک کړئ
د ملا عمر د مړینې خبر ولې اوس؟
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:07:42
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.