د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: د حکومت او طالبانو ترمنځ دې په اول ګام کې اوربند وشي


د سېشنبې پر ورځ په خوست کې خواوشاه پنځه سوه قومي مشرانو او دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له خبرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د سېشنبې پر ورځ په خوست کې خواوشاه پنځه سوه قومي مشرانو او دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له خبرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ویناوالو اندیښنه وښوده، چې ځني داخلي او بهرنۍ کړۍ په لوی لاس افغانستان کې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې ستونزې او ننګونې پیدا کوي.

دوی ټېنګار وکړ، چې خلک او ولس به هیچا ته د دې اجازه ورنکړي، چې د سولې پروسه زیانمنه کړي.

په دې غونډه کې چې د خوست د مرکز او ولسوالیو قومي مشرانو، دیني عالمانو او یو شمېر مدني فعالانو هم برخه اخیستې وه، سوله يې د افغانانو تر ټولو مهمه اړیتا یاده کړه او ویل، چې نور افغانان د جګړې د دوام او د جګړې د پيښیدونکو مالي او ځاني زیانونو د زغملو حوصلې نه لري.

د سولې د خبرو اترو په پلوی د جوړې شوې غونډې ویناوالو په دې انديښنه وښوده، چې ځني داخلي او بهرنۍ کړۍ د سولې د خبرو پر وړاندې ستونزې جوړوي او نه غواړي، چې په دې هېواد کې تلپاتې سوله رامنځته شي.

د خوست د ولایتي شورا غړي عبدالولي واحدزي وویل، که چیرې د سولې د خبرو له پاره د افغان حکومت او د طالبانو د مشرانو خبرې صادقانه وي، نو د سولې راوستل ممکن دي:

((غوښتنه مو داده، چې دا خبرې باید واقعاً د افغانستان د علماوو، د افغانستان د مشرانو، د افغانستان د بانفوذه خلکو پر مټ باندې ترسره شي، که خدای کول انشاالله سوله به راځي، بعضې کړۍ شته چې په دې باندې ویریږي، چې که په دې هېواد کې سوله راغله، نو هغه پیسې چې ته خوړلې دي، هغه د ملت وینې چې ده زبیښلي دي، هغه به خامخا له ده نه وځي، موږ وایو چې سوله راولو، سوله غواړو، سوله زموږ له پاره تر ټولو اړینه مسله ده.))

په غونډه کې مدني فعال نصیراحمد روښان وویل، که له یوې خوا افغانان سوله غواړي او سوله خپل حق بولي، بل لوري ته غوښتنه کوي، چې په دې سوله کې باید د دې ملت ارزښتونه او په ځانګړي ډول د تېرو دیارلسو کالونو لاسته راوړنې زیانمنې نه شي.

دوه تنو قومي مشرانو حاجي حیدرګل منګل او محمدولیشاه عمرزي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د سولې د بهیر پر وړاندې د ځینو کړیو له خوا د ننګونو څخه خبریږي، خو خبردارۍ ورکوي چې دا قومونه به د جنګ غوښتونکو په شان د دوی پر وړاندې هم ودریږي.

هغوی په اوسني حالت کې د افغانانو د یووالي د قوي کولو غوښتنه وکړه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د مشرانو له خوا یو پنځمه ماده ییز پریکړه لیک هم تصویب شو، په پریکړه لیک کې د سولې د روانو خبرو څخه ملاتړ شوی دی.

په پریکړه لیک کې غوښتنه شوې، چې د جګړې ښکیلې خواوې دې د شرطونو له کېښودو پرته په اول ګام کې اوربند ته غړه کېږدي.

د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د راتلونکو خبرو د کوربه تول له پاره که څه هم پاکستان او چین دواړو چمتو والی ښودلی؛ خو د افغانستان د سولې عالي شورا یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د دې خبرو اترو ترسره کول به ښه وي.

په همدې حال کې د سولې مذاکره کوونکو په اړه هم ویل کیږي، چې که چېرې د وسله والو طالبانو لوړ پوړي مشران په خبرو کې برخه واخلي؛ ښایي د افغان حکومت په استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پلاوي مشري وکړي او هم به د پاکستان، چین او امریکا متحده ایالاتو لوړ پوړي چارواکي هم په کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG