د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پشکال بارانونه به راتلونکي جمعې جاري وي


د پېښور لارې کوڅې لویې لویې ویالې شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

د پېښور لارې کوڅې لویې لویې ویالې شوې

په چترال کې له بارانونو او سېلاونو د وژل شوو کسانو شمېره له ٣٠ اوښتې ده او د سيمې يو شمېر سړکونه تر دا مهاله د کمرنو او ګټانو له ښوېدو بند دي.

د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو په ګډون د هېواد په مختلفو برخو کې د پشکال بارانونو لړۍ نن په پنځلسمه (١٥) ورځ هم روانه ده چې تر راتلونکې جمعې پورې به دوام لري.

د موسمياتو محکمې چارواکي محمد رياض مشال ريډيو ته وويل چې د روانې مياشتې تر شپاړلسمې (١٦) نېټې به د هېواد په مختلفو برخو کې د پشکال بارانونو دا لړۍ راتلونکې دريو، څلورو ورځو جاري وي. دی زیاتوي چې د چترال پشمول د خيبر پښتونخوا په پېښور، مردان، چارسدې، ملاکنډ ډويژن، هزاره ډويژن کوهاټ، بنو او ډېره اسماعيل خان علاوه په قبايلي سيمو، اسلام آباد، پنجاب او سیند صوبو په مختلفو برخو کې به له دمې دمې سره نور بارانونه کېږي.

محمد رياض زياته کړه چې په کابل سند کې د نوښار په مقام د منځنۍ درجې سېلاو دی او د نورو بارانونو له وجې به په اباسین کې د اوبو کچه نوره هم اوچتېږي او په راتلونکیو ٢٤ ساعتو کې به د کالاباغ په مقام تر شپږ لاکه کيوسکه زياتې اوبه تېرېږي.

له افتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې يا پي ډي ايم اې رابطه چارواکی ارباب وقاص مشال راډيو ته وويل چې د خيبر پښتونخوا هغه ضلعې چې پکې د پشکال بارانونو لړۍ روانه ده انتظاميې ته خبردارې ورکړل شوی دی چې خلک دې خوندي سيمو ته ولېږدول شي

XS
SM
MD
LG