د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ستونزې په پرلتونو نه په پارلېمان کې هوارېږي'


د پاکستان لومړي نواز شریف
د پاکستان لومړي نواز شریف

ښاغلي شریف د ۲۰۱۳ م کال ټولټاکنو کې د درغلیو پلټونکي کمیشن پرېکړه د نوي دور پیلامه وبلله او ویل یې چې نور باید د تورونو لړۍ وشلېږي.

د زیارت په ماښام د پاکستان لومړي نواز شریف د هېواد ولس ته په خپله وینا کې وویل، چې د لوی قاضي «چیف جسټس» په مشرۍ عدالتي کمیشن د ۲۰۱۳ م کال په انتخاباتو کې د مشکوکو درغلیو تورونه رد کړي او انتخابات یې په مجموعي توګه روڼ او له قانون سره سم ګرځولي دي.

ښاغلي شریف د ۲۰۱۳ م کال ټولټاکنو کې د درغلیو پلټونکي کمیشن پرېکړه د نوي دور پیلامه وبلله او ویل یې چې نور باید د تورونو لړۍ وشلېږي.

لومړي وزیر وویل چې دا رپورټ نه یوازې د هغوی د ګوند بلکې د ولس دریځ هم تایدوي.

د لومړي وزیر په وینا له بشپړ جاجه پس پلټونکي کمیشن د ورکړل شوو پوښتنو دا ځوابونه په رپورټ کې ورکړي دي.

«یو دا چې د ۲۰۱۳ م کال ټولټاکنې په ټولیزه توګه منصفانه او له قانون سره سمې وې، دویم دا چې نه خو د تحقیقاتي کمیشن په کاروایي کې شاملو ګوندونو د هېڅ یوه سازش په اړه یو څه ثبوتونه وړاندې کړل او نه کمیشن ته له ورکړل شوو موادو داسې څه خبره مخې ته راغلې ده چې درغلي ترې څرګنده شي.او درېم دا چې انتخاباتو ته که په مجموعي تناظر کې وکتل شي نو د الېکشن کمیشن د ځینو تېروتنو سره سره دا نشي ویل کیدلی چې د انتخاباتو نتیجې د ولس د خواهشاتو حقیقي اظهار نه وو»،

لومړي وزیر په خپله وینا کې کړه چې مسلې په پرلتونو یا دهرنو او سړکونو نه بلکې په ولسي جرګه «پارلېمان» کې هوارېږي، اوس له موږ سره بې مقصده او جذباتي اپیلونو لپاره وخت نشته، موږ به د خپلو مخکینیو تېروتنو پور پرې کوو.

لومړي وزیر نواز شریف هیله وښوده، له دې رپورټه نور باید موږ «ولس» باید پند واخلو چې وخت بې – ځایه ضایعه نه کړو او ټول ګوندونه به د ټولټاکنو سمسکي کمېټۍ کې د خپلې برخې کردار ادا کوي.

عدالتي کمیشن پر پنجشنبه »زیارت» د ۳۰۰ پاڼو په خپل پلټونکي رپورټ کې ویلي ول چې د ۲۰۱۳ م ټولټاکنې منصفانه او د قانون مطابق وې.

دې کمیشن شاه خوا درې میاشتو کې تر اتیاو [۸۰]زیاتې اورېدنې کړې وې چې پکې اوه اویا [۷۷]کسانو ګواهي ورکړې وه.

عدالتي کمیشن خپل رپورټ کې ویلي دي چې هېڅ یوه سیاسي ګوند کوټلې ثبوتونه وړاندې نه کړل او نه په انتخاباتو کې د منظمې درغلۍ منصوبه ښکاره شوه.

د کمیشن رپورټ کې راغلي د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان له اړخه کمیشن ته له ورکړل شوو ثبوتونو جوته نه شوه چې په انتخاباتو کې منظمه درغلي شوې وه.

د کمیشن رپورټ مطابق په ځینو حلقو کې الیکیشن کمیشن له اړخه بد انتظامي شوې ده او کارکوونکي یې روزلې نه ول خو دا په هېڅ ډول د منظمې درغلۍ په برخه کې نشي راتلی.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په خپل یو ټویټر پیغام کې ویلي دي چې د عدالتي کمیشن فیصله مني خو د رپورټ له جاج اخیستو پس به خپل دریځ څرګندوي.

اپوزیشن ګوندونو ، عوامي نېشنل ګوند، پیپلز ګوند، جمعیت علماې اسلام ف او متحده قومي مومنټ د کال ۲۰۱۳ اتخاباتو تحقیقاتو لپاره جوړ کړل شوي پلټونکيکمیشن رپورټ هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې د انتخاباتو کمیشن باید خپلې کمزوریانې لرې کړي او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان دې له ولسه بخښنه وغواړي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نیشنل ګوند یو رهمنا او پخواني سینیټر حاجي عدیل وویل چې عمران خان دې اوس خپل پام خېبر پښتونخوا ته واړوي.

«عمران خان ته پکار ده چې له ولسه، پارلېمانه او سپریم کورټه معافي وغواړي. یو سل شپږویشت ورځې چې زموږ لارې بندې وي، پارلېمان ته سپکې خبرې شوې وې، د پارلېمان دیوالونه مات کړل شول نو پکار ده چې اخلاقي جرات وکړې او ماتې ومني،،

د ذکر ده دا عدالتي کمیشن د پاکستان تحریک انصاف په غوښتنه جوړ کړل شوی وو.

دا کمیشن په درې کسیزه جرګګۍ مشتمل وو چې پکې چیف جسټس ناصرالملک، جسټس امیر هاني مسلم او جسټس افضل خان شامل ول.

XS
SM
MD
LG