د لاسرسي ځای

تازه خبر

چترال: بارانونو او سيلاوونو تر دوه نيم لاکه زيات وګړي اغېزمن کړي


په چترال کې له شپږويشت (٢٦) کلیو علاوه نهه (٩) پلونه، يو کالج، يو برېښناکوټ او د يو هوټل پشمول پر سونو اېکړه زمکه ولاړو فصلونو ته نقصان رسېدلی دی.

د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو پشمول د ملک په مختلفو برخو کې د پشکال بارانونو لړۍ نن په اوومه (٧) ورځ هم روانه ده بلخوا وزيراعظم نواز شريف نن د شورو په ورځ د چترال اغېزمنو سيمو دوره وکړه او ورته د امدادي کارروايانو په باب له بريفنګ ورکړل شو. د دې ترڅنګه د خېبر پښتونخوا اطلاعاتو وزير مشتاق غني ويلي دي چې بارانونو او سيلابونو له وجې په چترال کېترد دوه لکه اتيا زره زيات خلک متاثره شوي دي.

د نهې په ورځ په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مشتاق غني وويل چې د بارانونو او سيلاب لوجې په چترال کې له شپږويشت (٢٦) کلیو علاوه نهه (٩) پلونه، يو کالج، يو برېښناکوټ «بجلي ګر، پاور اسټيشن» او د يو هوټل پشمول پر سونو اېکړه زمکه ولاړو فصلونو ته نقصان رسېدلی دی.

د نوموړي وينا وه چې د بارانونو او سيلابونو لوجې په چترال کې د دوه لکه اتيا زرو څخه زيات خلک متاثره شويدي يو سل درې (١٠٣) کورونه په مکمله توګه او درې شپيته (٦٣) کورونو ته په جزوي توګه نقصان رسيدلې دې پنځويشت (٢٥) د اوبو سپلايي سکيمونو علاوه له چتراله و ګرم چشمې، بوني، بمبورت، رمبور، کريم آباد، حسن آباد او تحصيل مستوج ته تلونکي سړکونو ته هم نقصان رسېدلی دی.

مشتاق غني زياته کړه چې د خيبر پښتونخوا حکومت د چترال متاثرينو لپاره د څوارلس (١٤) کروړه روپو د امداد منظوري ورکړيده چې پکې به لس (١٠) کروړه روپۍ د سړکونو، پلونو اولارو په بحالۍ خرچ کيږي او درې (٣) کروړه روپۍ به د اوبو سپلائۍ سکيمونو په بحالۍ خرچ کولې شي دې ترڅنګه يو ذر (١٠٠٠) د خوراکي مواد پيکټې هم په متاثرينو کې تقسيم کړې شويدي،

دې ترڅنګه د پاکستان وزيراعظم نواز شريف هم نن د شوروع په ورځ د چترال د متاثره سيمو دوره وکړه چرته چې وزيراعظم نواز شريف ته د بارانونو او سيلابونو نه شوي نقصاناتو او امدادي کارروائيانو پحقله تفصيلي بريفنګ ورکړې شو.

بلخوا د آفتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې يا پي ډي ايم اې اسسټنټ ډائريکټر محمد نديم مشال ريډيو ته وويل چې ادارې يي د خوراکي موادو څلور (٤) ټرکونه متاثره سيمو خلکو کې تقسيم کړيدي بلکه يو شمير خيمې يي ورته هم ورکړيدي دې نه علاوه درې ملينه روپۍ يي هم ضلعي انتظاميي ته ورکړيدي چې کوم ځايي کې هم د امدادي کارونو ضرورت راپيښيږي نو په هنګامي بنيادونو دې کوي.

په ملک کې د بارانونو او سيندونو کې د اوبو سطحې پحقله د موسمياتو محکمې چارواکي محمد رياض مشال ريډيو ته وويل چې د چترال پشمول د خيبرپښتونخوا په مختلفو سيمو کې به د راتلونکې درې ورځو پورې دمې دمې سره نور بارانونو هم کيږي.

د نوموړي وينا وه چې دا مهال په کابل سیند کې د منځنۍ درجې سيلاو دی او په بره سيمو کې د نورو بارانونو لوجې د اوبو کچه لږه نوره هم اوچتېدلای شي.

د يادونې ده چې د پاکستان پوځ مشر جنرل راحيل شريف د پوځ متعلقه ادارو ته هدايت کړی دی چې چترال او د ملک نورو سيلاو ځپلو سيمو کې دې متاثرينو سره هر ممکن مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG