د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ورښتونه: د سیند غاړو ته مېشت دې ځانونه خوندي کړي


په تيره اونۍ کې د خيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې بارانونو درې (٣) کسان وژلي ول او تر پنځو (٥) زيات پکې ژوبل شوي هم ول.

د موسمياتو محکمه وايي چې سبا د زيارت له ورځې به د خېبر پښتونخوا پګډوند هېواد په مختلفو برخو کې د پشکال ورښتونونوې لړۍ پیل شي چې تر راتلونکې نهې ورځې به دوام لري.

د موسمياتو محکمې چارواکي مشتاق شاه مشال راډيو ته وويل چې د اسلام آباد پشمول په پېښور، چارسده، نوښار، هزاره ډويژن او د قبايلي سيمو په خېبر او مومند ايجنسو کې د درنو ورښتونو امکان دی. د دې ترڅنګه په مردان، کوهاټ ډويژن، ډېره اسماعيل خان، شمالي او جنوبي وزيرستان ايجنسو کې به هم په دمه دمه باران ورېږي.

نوموړی وايي چې د اختر په ورځو شپو کې به هم بارانو وريږي چې ورسره به د ګرمۍ زور کم شي خو د زياتو بارانونو له وجې د کابل سیند پګډون په مختلفو سيندونو او خوړونو کې به د اوبو کچه اوچتېږي او هغه خلک چې کورونه يي د خوړونو او يا سيندونو سره نزدې دي، خوندي سیمو ته دې کډې وکړي، ځکه چې ورته د خطر رسېدو امکان شته.

مشال ريډيو چې د آفتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې يا پي ډي ايم اې اسسټنټ ډایرېکټر نديم خان سره د انتظاماتو په باب وپوښتل نو ویل یې د هر ډول بېړني حالات پر وړاندې یې نه یوازې تياريانې نیولې بلکې کنټرول روم به د اختر په ورځو شپو کې هم کار کوي.

د يادونې ده چې په تيره اونۍ کې د خيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې بارانونو درې (٣) کسان وژلي ول او تر پنځو (٥) زيات پکې ژوبل شوي هم ول.

XS
SM
MD
LG