د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما له ایران سره شوی اټومي تړون وستایلو


اوباما له ایران سره تړون وستایه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

اوباما له ایران سره تړون وستایه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، دا به ډېر نامسوله ګام وي چې له دې تړونه یو څوک پر شا شي.

لویدیزوالو او ایرانيو ډیپلوماټانو د جولای په ۱۴مه نېټه وویل، ایران او د نړۍ شپږ ځواکمنو یوه تاریخي اټومي تړون ته ورسېدل چې له مخې به یې د تهران اټومې پروګرام محدود شي او په بدل کي به پر ایران نړیوال اقتصادي بندیزونه نرم شي.

د اروپايې اتحاديې مشر فېډريکا موګېرني او د ايران بهرنېو چارو وزير جواد ظريف د دغه تړون ستاينه وکړه. دوی دغه څرګندونې په ويانا کې د ايران او نړۍ شپږو ځواکونو ترمنځ تر حتمي غونډې مخکې خبريالانو ته وکړي.

موګېرني په خپلو خبرو کې وويل چې ښايي دغه تړون په نړيوالو اړيکو کې يو نوی باب پرانېزي.

د اټومي توانايي نړیوالې ادارې مشر یوکيیا امانوف وویل، دا يو د پام وړ پرمختګ دی چې دا رنګ د ايران اټومي پروګرام په اړه د پام وړ مسلې ختمې کړي.

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف بيا دغه تړون د ټولو خواو په ګټه او تاریخي وباله. په عين حال کې ايران او د اټومي توانايي نړيواله اداره پر يوه داسې تګلاره سلا شوي چې هدف يې د ايران پخوانیو اټومي فعاليتونو په اړه پوښتنې ختمول دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د شپږو نړیوالو ځواکونو او ایران ترمنځ شوی تړون وستایلي او ویې ویل که یې په هېواد کې کانګرس د تړون ضد قانون راوړ نو دی به یې ویټو کړي. دی وايي، دغه تړون د یوه نوي لور پر خوا د تلو موقع برابروي.

ده وویل، «که ایران په راتلونکې کې له دغه تړونه سرغړونه وکړي، نو هغه اقدام چې د امریکا ولسمشر یې اوس په لاس کې لري، د راتلونکې امریکایي ولسمشر لپاره هم شته، او زه هېڅ شک نه لرم، له ننه لس پنځلس کاله وروسته هر هغه څوک چې د ولسمشرۍ دغه دفتر ته به راځي، هغه به په پیاوړي دریځ کې وي او د دې جوګه به وي چې ایران د اټومي وسلو له تر لاسه کولو نور لرې پورې وهل شوی دی. نو په دغه دلیل، زما په اند دا به ډېره بې ځایه خبره وي چې له دغه تړونه مخ واوړو»

ده وویل نه تړون په دې مانا چې په منځني ختیځ کې د نورې جګړې چانس رامنځ ته کول دي.

د اسرایلو وزیر اعظم بین یامین نتنیاهو له ایران سره د نړۍ شپږو هېوادونو تړون په کلکو ټکو وغانده او دا یې یوه تاریخي تېروتنه وبلله.

نتنیاهو له ایران سره تړون وغانده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:39 0:00

«کله چې یو څوک په هره بییه تړون غواړي نو دا به یې پایله وی. له رپوټونو مو واردمخه دا اټکل ولګاوه چې دا د نړۍ یوه تاریخي تېروتنه ده. په ټولو برخو کې چې موخه یې ایران د هستوي وسلو له درلودلو راګرځاوه، زښته ډېره ښېګړه ورسره وشوله. چې کله مرکچیان یوه مرکه کول غواړي نو یې هېڅوک مخه نشي نیولی. او پتېره له هغه چا سره چې په خبرو کې وايي،’مرګ پر امریکا‘. موږ ډېر ښه پوهېږو چې د تړون کېدو لېوالتیا تر هر څه ډېره وه، نو ځکه خو یې ژمنیتا نه درلوده چې مخه یې ونیسي. خو موږ ژمن یو چې ایراند اټومي وسلو له درلودلو ودروو.«

د اسرایلو وزیراعظم زیاته کړه: «زموږ اندېښې دا دې چې د ایران اورپکې اسلامي دولت به په دې تړون سره د اټومي وسلو تر لاسه کولو لپاره لنډه لاره ومومي او هغه بندیزونه چې دې یې له دغه کار داوه پورته کړل شول او په بدل کې د ایران له تړي وختله، په سلګونه میلیونه ډالر به ورته ورکول کېږي او په دې سره به د دې جوګه شي چې په سیمه او نړۍ کې خپل تېری او ترهګري لا پسې پراخې کړي»

یاده ده وي، غربي هيوادونه تور لګوي چې ايران د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې دی خو ايران دا ردوی.

د اسرایلو وزیر اعظم بین یامین نتنیاهو له ایران سره اټومي تړون د نړۍ یوه تاریخي تېروتنه وبلله. په یروشلم کې د وینا پر مهال نوموړي وویل، دا تړون هېڅ امکان نه لري چې مخنیوی وکړي، ځکه چې یې برخوالو په هر قیمت تړون ته رسېدل غوښتل. خو اسرایل ژمن دی چې ایران اټومي تړن ته له رسېدو راوګرځوي. خو هغه دا خبرداری هم ورکړ چې له دې تړون سره به ایران د تېري او ترهه ګرۍ پرمخیولو جوګه شي.

د امریکا، بریتانیا، جرمني، چین، روسیې او فرانسې مرکچیانو د تېرې اوونۍ پر مهال له ایراني لوري سره مسلسل خبرو ته دوام ورکړ او په پایله کې شاوخوا ۱۳ کلن بحران پای ته ورساوه.

رپورټونه وايي، د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو او ایران شاوخوا د ۱۰۰ پاڼو یو تړون تیار کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG