د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا ښاروالۍ ټاکنې د جولایي پر ۳۰مه کېږي


د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې په بلدياتي انتخاباتو قريبا هر يو ګوند اعتراضات کړي و خو د اليکشن کميشن لخوا په دومره زياتو پولنګ اسټيشنو دوباره انتخابات کول يو ښه ګام دې.

د پاکستان اليکشن کميشن په خيبر پښتونخواکې د بلدياتي انتخاباتو شيډول جاري کړيدې چې ترمخه به د روانې مياشتې په ٣٠ نيټه د صوبې په درې سوه دوپنځوس (٣٥٢) پولنګ اسټيشنو دوباره انتخابات کېږي.

مشال ريډيو سره خبرو کې د اليکشن کميشن د مطبوعاتو افسر خورشيد عالم وينا وه چې ادارې يې په دې ٣٥٢ پولنګ اسټيشنو د روانې مياشتې پر پنځمه (٥) نيټه دوباره انتخابات کول غوښتل خو پېښور های کورټ په دريمه (٣) نېټه دا انتخابات وځنډول او په ٩ نيټه يي درخواستونه خارج کړل او و یې ويل چې اليکشن کميشن دې د بلدياتي ووټونو لپاره نوې نېټه وټاکي.

په ٣٠ جولايي د کېدونکو انتخاباتو لپاره د انتظاماتو په باب د خورشيد عالم وينا وه چې دې لړ کې ټول انتظامات يې له مخکې کړي دي او دا انتخابات به د پوځ تر څارنې لاندې کېږي.

د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې په بلدياتي انتخاباتو قريبا هر يو ګوند اعتراضات کړي و خو د اليکشن کميشن لخوا په دومره زياتو پولنګ اسټيشنو دوباره انتخابات کول يو ښه ګام دې.

د يادونې ده چې د روان کال په ٣٠ مې په خيبر پښتونخوا کې بلدياتي انتخابات شوې و چې پکې په د پاکستان تحريک انصاف اتحادي ګوندونو جماعت اسلامي او پاکستان جمهوريه اتحاد پشمول نورو سياسي ګوندونو د انتخاباتو دوران په تحريک انصاف د درغلۍ او بدانتظامۍ تورونه لګولې و او غوښتنه يي کوله چې په صوبه کې دې بيا انتخابات وکړې شي د دې غوښتنو په ځواب کې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وينا وه چې اليکشن کميشن دې فيصله وکړي که ټاکنې په صحيح توګه نه وي شوې نو په ټوله صوبه کې د پوځ تر څارنې لاندې بیا ټاکنولپاره تيار يو.

XS
SM
MD
LG