د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په سوات کې د امن کمیټو غړو په هدفي بریدونو کې وژل کېږي”


فرایډې ټایمز په سوات کې د امن کمیټو د یو شمیر غړو او ځايي خبریالانو د مالوماتو په اساس لیکي چې په سوات کې د پوځي عملیاتو وروستو د امن کمیټو غړي، سپین روبي او پولیس سرتېري د وسله والو لخوا په هدفي بریدونو کې وژل کېږي.

فرایډې ټایمز په سوات کې د امن کمیټو د یو شمیر غړو او ځايي خبریالانو د مالوماتو په اساس لیکي چې په سوات کې د پوځي عملیاتو وروستو د امن کمیټو غړي، سپین روبي او پولیس سرتېري د وسله والو لخوا په هدفي بریدونو کې وژل کېږي.

په سوات کې د امنیتي ادارو له خوا د ۲۲۵ مشرانو په مشرۍ کې دکلیو دفاعي کمیټۍ جوړې کړل شوي دي چې تراوسه يې د کلیو په کچه امنیت ټینګ ساتلې دی. خو هغه وسله وال چې د پوځي عملیاتو له کبله له سواته تښتېدلې وو اوس يې د افغانستان په کنړ او نورستان ولایتونو کې پناه اخستې ده.

مجله د سوات قامي جرګې د یو مشر د خولې لیکي چې د بریدونو له کبله د هغوي ولسي ژوند ډېر اغیزمن شوې دی او په ډیرو موقعو له خپلو کورونو بهر نه شي وتلې.

د امن کمیټو او جرګو مشران وايي چې په ښکاره طالبان ښکاري او په هر ځای کې امنیتي سرتېري وجود لري خو عجیبه خبره داده چې بیا هم وسله وال په د هدفي بریدونو په کولو کې بریالي کېږي.

دوی زیاتوي چې په سیمه کې به ویره او بې یقیني هله له مینځه ځي چې کله امنیتي ادارې برید کوونکي ونیسي او سزا ورله ورکړي.

یو ځايي خبریال مجلې ته ویلي چې اوس هم ځنې مشرانو ته د وسله والو له خوا دړکې ترلاسه کیږي.

د سوات د پولیسو مشر سلیم مروت وايي چې پولیسو تر اوسه یو شمیر مشکوک وسله وال نیولي دي چې پلټنې ترې روانې دي.

د پوځ یو چارواکې بیا ادعا کوي چې یو شمیر کسان نیول شوي دي چې مقدمې به يې په پوځي عدالتونو کې اوریدل کېږي.

XS
SM
MD
LG