د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي ايکشن پلان: "پاکستان د ښو او بدو ترهګرو پاليسي نه ده پريښې"


د ترهګرو د ځپلو لپاره د پاکستان د قامي ايکشن پلان د رامنځته کېدو اوه مياشتې وروسته نيوکې کيږي چې د دي پلان لاندې ترهګر نه دي ځپل شوي او وسله والې ډلې لا هم خپل فعاليتونه پر مخ بيايي.

له هغې وروسته چې د پاکستان سپريم کورټ د ترهګرو د ځپلو لپاره جوړ قامي ايکشن پلان هسې يوه ټوکه وبلله، تېره ورځ د دي ملک کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دي پلان د ترهګرو په ځپلو کې مهم کردار لوبولی دی.

پاکستان تېر کال د دسمبر په مياشت کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره شل نکاتي پلان وړاندې کړ. په دي کې د نورو ترڅنګ د مدرسو د رجسټرډ کولو، د وسله والو د پيسو سرچينې بندول او د ټولو ترهګرو ډلو خلاف بغير له کوم فرقه ګامونو اخيستو خبره شوې وه.

خټک: د قامي ايکشن پلان لاندې ترهګر نه دي ځپل شوي.
خټک: د قامي ايکشن پلان لاندې ترهګر نه دي ځپل شوي.

د سياسي چارو کارپوه او له قامي اسمبلۍ څخه د پاکستان د قامي ايکشن پلان د منظورېدو پر مهال د عوامي نيشنل ګوند سينيټر افراسياب خټک وايي د دي پلان لاندې کوم لوی کار نه دی شوی.

((په دي کې چې ډېر بنيادي ټکي وي پر هغوی کار نه دی شوی. د NACTA په نامه يوې ادارې خبره وي چې د جاسوسي ادارو ترمنځ به کارونو منظم کوي خو جوړه نه شوه. د مدرسو رجسټريشن په پوره ډول ونه شو. د قبايلي سيمو لپاره او په ځانګړې ډول د بې کوره شوو خلکو لپاره کار کول وو چې ونه شو. د بلوچستان مسله وه چې هيڅ پرمختګ پکې نه دی شوی. په پنجاب کې د ترهګرو خلاف د کاروايی خبره وه خو ونه شوه.))

د کورنيو وچارو وزارت تېره ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دې پلان لاندې ۵۴۳۷۶ د لټون عمليات شوي دي چې پکې ۶۰۴۲۰ کسان نيول شوي دي. د وزارت په وينا په کراچۍ کې د شوو کاروايانو له وجې هدفي وژنې کمې شوي دي او قبايلي سيمو کې ضرب عضب عملياتو ترهګر ځپلي دي.

پاکستان اوس هم د ښو او بدو ترهګرو پاليسي نه ده پريښي

خو د دفاعي چارو کارپوه او پخوانی پوځي افسر ليفټينينټ جنرل طلعت مسعود وايي ضرب عضب عمليات د قامي ايکشن پلان برخه نه ده. نوموړی وايي د دي پلان تر مخه لا هم پنجاب مېشته وسله والو ډلو ته چې هندوستان او ملګري ملتونه يې بيا بيا د ځپلو خبره کوي، څه نه دي ويل شوي.

((زما په خيال د دي پلان مقصد حقيقت ته نيزدي نه وو. پوځ [پنجاب مېشته مليشو] په وړاندې کوم خاص مخالفت نه لري. پوځ فکر کوي چې د دي وسله والو ډلو د فعاليتونو مخه ]د هندوستان سره[ مشرقي پولې خوا ته ده. بله خبره دا ده چې د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند په مرکزي او جنوبي پنجاب کې لوی سياسي نفوذ لري. دا هغه ځايونو دي چې [پنجابي] وسله والې ډلې پکې موجودې دي. ځکه يې پر خلاف عمليات نه کيږي خو اوس پر فوځ او حکومت فشار دی چې د پنجاب مېشته وسله والو ډلو پر ضد کاروايي وکړي.))

تېره ورځ اسلام اباد کې د پاکستان سفير رچرډ اولسن پيښور کې خبريالانو ته وويل چې اوس زمانه د لاس پوڅو ډلو د استعمال نه ده او په سيمه کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د شريک کار ضرورت دی خو افراسياب خټک فکر نه کوي چې پاکستان دي د پنجاب مېشته ملېشو او يا هم افغان طالبانو د کويټې شورا او حقاني ډلې خلاف ګامونه واخلي.

حقاني ډله په شمالي وزيرستان کې مېشته ده
حقاني ډله په شمالي وزيرستان کې مېشته ده

(( حکومت به ويل چې [د قامي ايکشن پلان] مخې ته راتګ سره به په ښو او بدو ترهګرو کې فرق نه کوو او ټول به ځپو خو اوس داسې نه ښکاري. ښکاره ده چې دوی اوس هم دغسي کوي. ښه ترهګر هغوی ته وايي چې پاکستان کې حملې نه کوي او بد هغوی ته چې پاکستان کې يې کوي. دوی [حکومت او پوځ] د ټول وسله والو خلاف ځکه کاروايي نه کوي چې که د بدو ترهګرو خلاف ګامونه اوچتوي نو بيا هم بد هم د دوی ښو تر شا پټيږي.))

ياده دي وي چې د قامي ايکشن پلان ترمخه پاکستان په مختلفو جرمونو تورن ۱۵۰ کسان په شپږو مياشتو کې په دار يا پانسي کړي دي. د انساني حقونو ادارو په دومره تېزۍ د خلکو په دارولو نيوکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG