د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ګرمۍ ، له ترهګرۍ زیات خلک وژلي


پاکستان کې جل وهلي خلک
پاکستان کې جل وهلي خلک

فارن پالیسي مجله لیکي ، په پاکستان کې ترهګرۍ په یو کال کې دومره خلک نه دي وژلي څومره چې په سند صوبې او په ځانګړې توګه په کراچۍ ښار کې ګرمۍ او د بجلۍ د لوډ شیډنګ له منځه وړي دي. چارواکي وايي په سند صوبه کې څه باندې دولس سوه کسان ګرمۍ وژلي دي.

د فارن پالیسي مجلې په دې مقاله کې راغلي چې پاکستان کې په عامه توګه د ۴۵۰۰ مېګا واټ نه تر ۵۰۰۰ ميګاواټه پورې د بجلۍ کمې دی خو په ګرمۍ کې دغه کمی د ۸۵۰۰ واټ نه هم واوړي چې له وجې یې د بجلۍ لوډ شیډنګ سېوا شي او دا راز د خلکو مشکلات هم زیات شي. ددې تر ټولو لويي مثال په دې ورستیو کې د کراچۍ حالات وو چې د ګرمۍ سره لوډ شیډنګ زیات شو نو په سلګونو خلکو ژوند د لاسه ورکړو.

مجله په پاکستان کې د توانايۍ د بحران په اړه د یو نړیوال راپور په رڼا کې وايي په دې هېواد کې ۳۰٪ بجلي خلکو ته د رسولو او ویشلو په وخت ضایع کیږي، چې پکې د بجلۍ بې کاره ټرانسفرمرې، زړې ستنې او بې کاره تارونه شامل دي خو ددې په نوي کولو ډېره خرچه راځي چې د حکومت د وس نه بهر ده. بیا د بجلۍ غلا دا مسئله لا نوره پیچلې کړي او دا راز د بجلۍ په مد کې په حکومت پورې په اربونو روپۍ قرضونه هم د بجلۍ په پېداوار او ویش بد اثر کوي.

د مجلې په وېنا د بجلۍ لوډشیډنګ نه یوازې د عامو خلکو ژوند متاثره کړی بلکه په دې هېواد کې یې کارخانو ته هم ډېر زیان رسولی دی چې په نتیجه کې یې د ملک اقتصادي وده کمه شوې ده. ددې ترڅنګ په دې کارخانونو کې کار کوونکي خلک هم د بې روزګارۍ سره مخ دي.

مجله لیکي ددې ټولو مسئلو د مخنیوي لپاره پکار دي چې پاکستان اوږد مهاله منصوبه بندي وکړي.

په دې لړ کې د بجلۍ د رسد او ویش نظام ښه کول او د غلا مخنیوی ډېر ضروروي دي. دا راز ولس د بجلۍ بچت ته هڅول پکار دي چې په نتیجه کې یې د څه باندې ۲۲۰۰ مېګاواټه بجلۍ بچت امکان لري یعنې د بجلۍ کمښت به نیم پاتې شي او د لوډ شیډنګ دورانیه به هم کمه شي.

د مجلې په وېنا د پاکستان حکومت د بجلۍ د پېدا وار په اړه یو شمېر منصوبو باندې غور کوي خو په دې تند عملي ګامونه پورته کول پکار دي. په دې کې د نمر، هوا او سکرو نه د بجلۍ جوړولو منصوبې په فوري توګه د پیلیدو وړ دي.

مجله په آخر کې لیکي چې پاکستان کې د روزګار او سهولتونو په خاطر لویو ښارونو ته د خلکو د منتقل کیدو شرح سېوا شوې ده چې لوجې یې د بجلۍ ضرورت ورځ په ورځ سېوا کیږي. یعنې په موجوده وخت کې د پاکستان د بجلۍ ضرورت زیات نه زیات ۲۰۸۰۰ ميګا واټه دې خو اټکل کیږي چې په ۲۰۱۹ م کال کې به دا ضرورت خوا اوشا ۳۲۰۰۰ میګا واټه وي نوپکار دي چې حکومت دغه هم په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG