د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ضرب عضب سربېره هدفي وژنې روانې دي


د هدفي وژنو په لړۍ کې تازه وژل شوی خدايي خدمتګار دوست محمد خان (خان بابا)
د هدفي وژنو په لړۍ کې تازه وژل شوی خدايي خدمتګار دوست محمد خان (خان بابا)

په پاکستان کې له ترهګری سره تړلې زياتره هدفي وژني په خيبر پښتونخوا په تيره بيا په سوات کې کيږي او د ډيرو پېښو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان قبوله کړېده.

پراګ: په شمالي وزیرستان کې د روان ضرب عضب عملياتويو کال د جون پر پنځلسمه نيټه پوره شو. حکومت د عملياتو د برياليتوب دعوې کوي او وايي چې په وزيرستان کې يې د وسله والو شبکه له منځه وړې ده. خو ځيني کارپوهان بيا فکر کوي چې که څه هم د ضرب عضب عملياتو په نتيجه کې په ولسي ځايونو کې د لويو بريدونو او درنو چاودنو لړۍ را کمه شوېده خو د دوی په خبره هدفي وژني لا هم دوام لري.

په پاکستان کې له ترهګری سره تړلې زياتره هدفي وژني په خيبر پښتونخوا په تيره بيا په سوات کې کيږي او د ډيرو پېښو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان قبوله کړېده.

تازه مثال يې د تېر زيارت په ورځ په چارسده کې د عوامي نيشنل ګوند د ځايي مشر۹۲ کلن خدايي خدمتګار دوست محمد خان ( خان بابا)او په سوات کې د پخواني ناظم او د امن کميټۍ غړي عدالت خان وژني دي.

ددې دواړو پيښو پړه هم تحريک طالبان پر غاړه اخستې ده.

د سوات قامي جرګې د وياند احمد شاه په وينا ، په تيرو شاوخوا شپږ کلونو کې د يو اټکل له مخي یوازې په سوات کې تر ۲۰۰ زيات مخور په هدفي وژنو کې په نښه شوي دي.

که څه هم نوموړی د سوات له مجموعي امنيت څخه ډاډمن دی خو وايي چې امنيتي ځواکونه د هدفي وژنو په مخنوي کې له تمع سره سم نه دي بریالي شوي.

احمد شاه وايي، په تيرو ۶ کلونو کې چې څومري کسان وژل شوي دي د هغو ي ډير کم وژونکي نيول شوي دي.

دی زياتوي چې د سوات قامي جرګه له مدو راهيسي غوښتنه کوي چې حکومت بايد خلک تنګ نکړي او پر کورونو يې بې ځايه چاپې و نه وهي.

دی وايي ، پکار ده چې ( امنيتي ځواکونه) د استخباراتي مالوماتو پر بنياد چاپې ووهي او د دوی ( وسله والو) پټ ځايونه چې اوس هم په ځينو سيمو کې شته چې په اړه يې ( امنيتي ځواکونه)ته لا هم مالومات نشه، دغه خلک له هغه ځايه حملې کوي. دا ماته د دوی جاسوسي ناکامي ښکاري.

د امنيتي چارو پوه پريګيډيېر ريټايرډ محمود شاه په شمالي وزيرستان کې ضرب عضب آپريشن کامياب بولي خو وايي چې د هدفي وژنو د مخنوي لپاره بايد پوليس زيات فعاله کردار اداکړي.

د ده په خبره پخوا به زياتې حملې کېدې نو پر قانون نافذ کوونکو ادارو به کار ډیر وو ځکه به هغوي د پلټنو توان نه درلودی خو اوس چې دغه فشار را کم شوی دی نو دوی بايد اوس په ښه طريقه پلټني وکړي او د بريد کوونکو ځايونه مالوم کړي.

ده وویل ،ضرب عضب عمليات بايد اوس خپل هدفونه بدل کړي او د هېواد په ( ښاري) سيمو کې د وسله والو جال مات کړي.

ضرب عضب آپريشن په شمالي وزيرستان کې پیل شوی وو خو تير کال د پيښور پر آرمي پبلک سکول تر بريد وروسته حکومت د ترهګرۍ پر ضد د ملي تګلارې ( نيشنل ايکشن پلان)له مخې دا عمليات د پاکستان نورو سيمو ته و غځول.

د امنيتي چارو پوه خالد منير وايې، په هدفي وژنو کې ککړ زياتره اورپکي په ښاري سيمو کې پټ دي او د ده په وينا داسې ښکاري چې حکومت د ترهګرو پر ځای خپله ټوله توجه د سياسي ګوندونو د ځورولوپر لور اړولې ده.

د خالد منير اشاره د متحده قامي موومنټ او پيپلز ګوند پر لور ده. دی وايې، د مالي ترهګری ( فاننشل ټرريزم) په نامه نوې اصطلاح رواج کړل شوې ده چې مقصد يې د ذکر شوو ګوندونو پر ضد کاروايي ده.

خالد منيرزیاته کړه چې ، ضرب عضب خو خپل کار سم کړی دی. نيشنل ايکشن پلان خپل هدف بدل کړی دی او په پيلپز پارتۍ او ايم کيو ايم پسې شو او ترهګري ورته دومه ترجيح شوه. پکار ده چې دوی ( حکومت) په ټول ملک کې په ترهګرو پسې وای او په پنجاب او نور ښارونو کې يې کارواياني کړې وای.

خالد منير وايي، حکومت باید پر نيشنل ايکشن پلان سل په سله عمل وکړي هغه ځکه چې په دې تګلاره کې ډيري خبري شته چې لا يوه هم نه ده څيړل شوې او مذهبي ګوندونه خو يې له سره څيړلي هم نه دي.

نوموړی وړاندېز کوي چې د هدفي وژنو د مخنوي لپاره بايد په ښاري سيمو کې د وسله والو پټن ځايونه له منځه يو وړل شي او چې کله دوی زيات کمزوري کړي نو بيا دي ورسره خبري اتري وکړي.

XS
SM
MD
LG