د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي د ((ځانمرګو بریدګرو امیر)) یې وژلی


واشنګټن - په شام کې د امریکا په مشرې د اېتلافي ځواکونو په برید کې د اسلامي دولت ډلې یو مشر وژل شوی چې د ((ځانمرګو بریدګرو امیر)) په نوم پېژندل کېده او په عراق او شام کې یې د جګړې لپاره بهرني وسله وال استخدامول.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي بېګا وویل، طارق بن طهار العوني الحرزي چې تیونسی وګړی وو سره د یوه بل وسله وال په شام کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.

د پېنټاګان یوه ویاند جیف ډېوېس وویل، حرزي د جون پر ۱۶مه په شدادي سیمه کې ووژل شو او دا چې په برید کې ولسي وګړو ته د زیان خبر نشته.

ده وویل، حرزي به له لېبیا شام ته وسله وال او وسلې استولې او د شام او عراق پر پوله به یې د بهرنیو وسله والو په تګ راتګ کې مرسته کوله.

د تېر کال په سېپټېمبر کې د امریکا د مالي چارو وزارت حرزي د نړیوال ترهګر په توګه ونوماوه او ورته یې د وسله والو د استخدامولو له وجې د ((ځانمرګو برید ګرو امیر)) وویل.

د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف په عراق او شام کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر اهدافو او وسله والو بمبارۍ کوي.

په عراق کې کردان او حکومتي ځواکونه هم د داعش د وسله والې ډلې پر ضد عملیات کوي ځکه چې دې ډلې په شام او عراق دواړو کې پراخه خاوره نیولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG