د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ۱۴ بلوڅ بېلتونپالو د وژلو ادعا


خو بلوڅ لیبرېشن فرنټ د ملېشه ځواکونو ادعاوې ناسمې بللې او وايي پاکستانیو ځواکونو بې ګناه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په کوټه کې د پاکستانيو ملېشه ځواکونو له مرکزي دفتره د سېشنبې په ماښام رسنيو ته په لېږل شوي خبر کې ادعا شوې، چې عسکرو يې د بلوڅ مېشتې اواران د مشکې سیمې په کلي مېهي کې د دريو قومندانانو په شمول څوارلس بلوڅ بېلتونغوښتونکي وسله وال وژلي او ګڼ نور يې ژوبل کړي دی، چې د ځواکونو په خبره يو سرتېری یې هم پکې وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د ملېشې خبرپاڼې له مخې ملېشه ځواکونو د سېشنبې سهار وختي په ياده سیمه کې د لټون عمليات پېل کړي، چې ترشپې ناوخته يې دوام لاره او په کې يې د بلوچ لیبرېشن فرنټ په نامه د وسله والې ډلې د درې مهمو قومندانانو په ګډون د څوارلسو وسله والو د وژلو دعوه کړې. ځواکونه زیاتوي، په وژل شويو قومندنانو کې د يادې وسله والې ډلې د مشر ډاکټرالله نظر ورور قومندان سفرخان او خورېیه قومندان شهک او په ټپيانو کې قومندان بالاچ او شاه جهان شامل دي.

د ملېشه ځواکونو د دغې خبرپاڼې له مخې په دې عملياتو کې د کورنيو چارو وزارت له خوا له ځواکونو سره د هيلي کوپټرو مرسته هم کېدله. خو بلخوا د بلوڅ لیبرېشن فرنټ له خوا رسنيو ته په لېږل شوي بیان کې د ملېشه ځواکونو ادعاوې ناسمې بلل شوې او زیاتوي، د دوی له خوا د ملېشه ځواکونو تر شل زیات عسکر وژل شوي خو ځواکونو بې ګناه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. بلوچ لیبرېشن فرنټ زیاتوي پاکستانيو ملېشه په کلي بمباري کړې، او د ډاکټرالله نظر ورور چې ځواکونو قومندان ياد کړی، د دوی په خبره يو ښوونکی وو وژلی دی.

ياده وسله واله ډله زیاتوي، د ملېشه و تر بمبارۍ وروسته ډېری کليوال چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، ټپيان شوي او ځواکونو يې کورونو ته اور ورته کړی دی.

که څه هم د پاکستاني ملېشه و او بېلتون غوښتونکو وسله والو دواړو غاړو له خوا د يوه بل تورونه ناسم بلل شوي، په سیمه کې بیا ددې دواړو له خوا د خطر له امله ځايي اوسېدونکي سپينه خبره کولای نشي، چې تل يې په ورته پېښو کې نړۍ ته دقیق مالومات رسېدلي نه دي.

XS
SM
MD
LG