د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکاټ لينډ يارډ ټيم د پلټنو لپاره په اسلام آباد کې


د متحده قامي مومنټ د غړي ډاکټر عمران فاروق د وژنې کېس پلټنو لپاره د سکاټ لينډ يارډ دوه کسیزه ټيم «د انګلستان پولیس» تېره ورځ پاکستان ته تللی دی.

د متحده قامي مومنټ د غړي ډاکټر عمران فاروق د وژنې کېس پلټنو لپاره د سکاټ لينډ يارډ دوه کسیزه ټيم «د انګلستان پولیس» تېره ورځ پاکستان ته تللی دی.

د داخله وزارت د مطبوعاتو افسر سرفراز حسېن مشال ريډيو ته وويل چې سکاټ لينډ يارډ پوليسو ته به د ډاکټر عمران فاروق وژنې کېس کې له کراچۍ نیول شوي يو ملزم معظم علي پورې رسايي ورکول کېږي چې ترې پلټنې وکړي.

د نوموړي وينا ده چې د پلټنو په باب نور تفصيلات له رسنیو سره نشي شریکولی.

د ذکر وړ ده چې معظم علي نومی تن د سږ کال په اپريل مياشت کې له کراچۍنيول شوی و او هاغه وخت داخله وزارت ويليول چې ياد تن د ډاکټر عمران فاروق وژنې کېس مرکزي ملزم دی.

مشال ريډيو چې کله د قانوني چارو کارپوه افتخار ګيلاني نه تپوس وکړ چې د پاکستان قانون اجازه ورکوي چې د يو بل ملک پوليس دلته راشي او له يو ملزمه پلټنې وکړي؟ په جواب کې نوموړی وايي که يو تن په بل ملک کې جرم وکړي او واپس پاکستان ته راشي او دلته يې قانون نافذوونکې ادارې ګرفتاره کړي او که حکومت د دغه ملک پوليسو ته اجازه ورکړي نو بالکل ترې پلټنې کولی شي، په دې کې هېڅ ممانعت نشته.

په کوټه کې د ډان ورځپاڼې خبریال سيد علي شاه وايي، د ډاکټر عمران فاروق وژنې کيس کې د متحده قامي مومنټ (ايم کيو ايم) ځنې کسان نيول شويدي او ترې پلټنې هم روانې دي نو ظاهره ده که دغه ملزمان سکاټ لينډ يارډ ته د ايم کيو ايم پرضد بيان ورکړي نو دا به د ياد ګوند او د هغې د مشرتابه لپاره ستونزې راولاړې کړي نو يقينا دا د ايم کيو ايم لپاره ډېر مشکل صورتحال دی.

ياده دې وي چې د روانې مياشتې په ٢٣ نيټه د داخله چارو وزير چودري نثار علي خان له مطبوعاتو سره په خبرو کې ويل ولچې د عمران فاروق وژنې په کيس کې له بریتانیا سره په تماس کې دي او سکاټ لينډ يارډ ته په کراچۍ کې له ګرفتار کړل شوي ملزمه د پوښتنو ګروږنو اجازه ورکوي.

دا دې هم ياده وي چې ډاکټر عمران فاروق د ٢٠١٠ کال په سیپتمبر مياشت کې په لندن کې له کار و کور ته د تلو مهال وژل شوی وو

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG