د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خ .پښتونخوا حکومت دې په ټاکنو کې د درغلو پلټنه نه کوي'


د پاکستان الېکشن کميشن د خيبر پښتونخوا حکومت ته د پلټنو لپاره نه دې ويلي نو د صوبايي حکومت د پلټنو کمېټۍ دې له پلټنو کولو منع کړي.

د پاکستان الېکشن کميشن د خيبر پښتونخوا حکومت ته امر کړی چې د سږني ۲۰۱۵م کال په ٣٠ م مې په ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې دې د مبينه درغلو پلټنه نه کوي.

په اسلام آباد کې د اليکشن کميشن د مطبوعاتو افسر خورشيد عالم مشال ريډيو ته وويل چې د خيبر پښتونخوا حکومت ته په استول شوي لیک کې ویلي چې په بلدياتي انتخاباتو کې د مبینه درغلو د پلټنو هېڅ اختيار نه لري، بلکې دا کار د اليکشن کميشن دی، ځکه چې د انتخاباتو متعلق د ټولو امورو ذمه وار الېکشن کميشن دی او ياده اداره هر قسمه پلټنې کولی شي.

د نوموړي وينا وه چې الېکشن کميشن د خيبر پښتونخوا حکومت ته د پلټنو لپاره نه دې ويلي نو د صوبايي حکومت د پلټنو کمېټۍ دې له پلټنو کولو منع کړي.

مشال ريډيو چې کله د قانوني چارو کارپوه نور عالم خان سره په دې باب تماس ونيولو نو د نوموړي وينا ده چې د الېکشن کميشن دريځ صحيح دی او صوبايي حکومت سره هېڅ اختيار نشته چې بې د اليکشن کميشن د وينا پلټنې وکړي، صوبايي حکومت صرف د الېکشن دوران آسانۍ ورکولی شي، د درغلو پلټنې نشي کولی.

د يادونې ده چې خيبر پښتونخوا حکومت د چيف سيکرېټري په مشرۍ کې يوه څلور کسیزه کميټۍ جوړه کړېده، چې په تېرو بلدياتي انتخاباتو کې د مبينه درغلو پحقله پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG