د لاسرسي ځای

تازه خبر

’دوه بلوڅ قومندانان تسليم شول‘


جنګېز مرى وايي د دوى کورنۍ او خپلوان په ٢٠٠٤م کال کې افغانستان ته کډه شوي ول، چې هغه هم راستانه شوي دي

په بلوچستان کې د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو د دوو وسلوالو سازمانونو دوه قومندانان حکومت ته تسليم شوي او عادي ژوند ته ستانه شوي دي.

د مري بلوڅانو مشر او د بلوچستان صوبايي وزير جنګېز خان مري د شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل چې د خپلې مري قبيلې دوه قومندانان يې قانع کړل، چې وسلې پر مځکه کښېږدي او پخپله سيمه کوهلو کې خپل عادي ژوند پيل کړي.

جنګېز مرى وايي د دوى کورنۍ او خپلوان په ٢٠٠٤م کال کې افغانستان ته کډه شوي ول، چې هغه هم راستانه شوي دي:

″د دوى مشر قومندان ښکاري نومېږي چې له خپلو ټولو خلکو سره- د ده ورور او د کورنۍ خلک يې- چې په افغانستان کې اوسېدل- شمېر يې ٤٧ تنه دى ټول راستانه شوي دي، څه ډول چې دوى راغلل په دوى پسې نور هم راتلونکي دي، موږ نورو ته هم پيغام ورکوو چې خپل وطن ته راشئ″

د بلوچستان داخله چارو صوبايي وزير مير سرفراز بګټى وايي، دغو قومندانانو د يونايټيډ بلوچ آرمي او بلوچ ليبرېشن آرمي په نومونو د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو له وسلوالو سازمانونو سره تړاو درلود، چې يوه په کوهلو سيمه کې او بل په بولان سيمه کې فعاليت کاوه او د ډېرو وسلوالو قومانده يې پر غاړه لرله.

سرفراز بګټي پر هغو ټولو وسلوالو- چې د خپلواکۍ غوښتونکيو بلوڅانو په ليکو کې جنګېږي- غږ وکړ، چې وسلې و غورځوي او د پاکستان په ملي دايره کې شامل شي:

″دوه قومندانان دي چې تسليم شول، د دوى مشران زامران مرى، حيربيار مرى، براهمدغ بګټى، الله نظر او جاويد مېنګل په پرديو وطنونو کې د خوشالۍ ژوند تېروي، خو دغه قومندانان او معصومه بلوڅان يې تېراېستلي او د هند د (را) په پيسو بېګناه پاکستانيان په وژني، هغوى دې هم د دغو قومندانانو پر پلونو پل کښېږدي را دې شي، موږ به د دغو د اولادونو د تعليم او د دوى د روزګار غم وخورو، د بلوچستان حکومت، مرکزي حکومت او ټولې امنيتي ادارې د دوى هرکلى کوي″

دغه دوه قومندانان چې له خپلو ملګرو سره يې وسلې پر مځکه کښېښوې، يو ښکاري او بل مدين نومېږي، دوى وايي خپل مشر جنګېز مري په دې قانع کړل چې نور وسلې وغورځوي او بې له کوم شرطه پاکستان خپل وطن و ګڼي. د يوه خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا په افغانستان کې دوى ته روزنه ورکړل شوې که څنګه، قومندان ښکاري وويل:

″زموږ کورنۍ په افغانستان کې وه خو موږ دلته په کېمپ کې اوسېدلو او خپل مقاومت مو کاوه، هلته د کورنۍ خلکو ته مو هېڅ روزنه نه ورکول کېده هغوى هلته د مهاجرينو غوندې ژوند کاوه″

يادو وسلوالو سازمانونو- چې قومندانان يې حکومت ته تسليم شول- تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، چې آيا دغه کسان ريښتيا هم د دوى د سازمانونو قومندانان ول او وسلوال مقاومت يې کاوه که څنګه.

د يادونې وړ ده چې د مې پر مه پينځمه نېټه هم د حاجي کلاتي په نامه يو بلوڅ وسلوال چې د يونايټيډ بلوچ آرمي په نامه د خپلواکي غوښتونکي سازمان قومندان وو، له خپلو پينځوسو ملګرو سره وسلې پر مځکه کښېښوې او حکومت ته تسليم شو.

XS
SM
MD
LG