د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ د بري دعوې او د وزیرستان پرهرونه


د میران شا ړنګ بازار
د میران شا ړنګ بازار

له پاکستانه په انګلیسي ژبه خپریدونکې ورځپاڼې دي نیشن کې افراسیاب خټک لیکي، چې کله په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو یو کال پوره شو، نو د پاکستان پوځ په دغو عملیاتو کې د وژلو شویو وسلوالو شمیرې په ډاګه کړې، او د هغو عسکرو د قربانیو ستاینه یي هم وکړه، چې په دغو عملیاتو کې یې برخه واخیسته.

د مقالې لیکوال افراسیاب خټک
د مقالې لیکوال افراسیاب خټک

لیکوال وایي د دغو عسکرو د قربانیو ستاینه باید وشي، چې د خپل هیواد د ګټو لپاره وجنګیدل خو بیا دا پوښتنه هم ده، چې د هغو قبایلو او خاص کر د شمالي وزیرستان د ولس د پرهرونو ستاینه او پوښتنه به څوک کوي، چې په دغو عملیاتو کې یي کورونه وران شول، او خپلوان یي ووژل شول ؟

په دغه سیمه کې په سلګونه مشران ووژل شول، خو نه پوځي او نه حکومتي مشرانو کله د دوی پوښتنه وکړه، او یا یي له کورنیو سره غمرازي وکړه.

نیشن لیکي په وزیرستان کې د تیرو څو کالونو راهیسې د نامالومه وسلوالو لخوا خلک ووژل شول، د هغوي مړي په لارو کوڅو کې د لیکل شویو لیکونو سره چې پرې لیکل شوي وو دوی جاسوسان دي و غورځول شول او له نورو خلکو غوښتنه وشوه چې له دې مړو دې عبرت واخلي.خو د دغو پیښو د مخنیوي لپاره هیڅ ونه شول. او دا ځکه چې دغه سیمې ځینو قوتونو د خپلو ګټو لپاره استعمال کړې ، او لا هم استعمالیږي.

له وزیرستانه یوه بې کوره شوې کورنۍ
له وزیرستانه یوه بې کوره شوې کورنۍ


ورځپاڼه لیکې د ۲۰۰۱ کال وروسته چې کله امریکا په افغانستان حمله وکړه، نو د طالبانو ګڼ مشران وزیرستان ته راغلل ، د هغه وخت د پاکستان په پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف دا تورونه هم دي، چې وزیرستان یي د طالبانو او القاعده مشرانو ته ورکړ، دوی دغلته یي پټن ځایونه جوړ کړې ، او دا شان یي له دغه ځایي په افغانستان کې عملیات پیل کړ، او په دې هر څه کې د وزیرستان خلک وځورېدل او بیا وروسته په خپلو کلو پریښودو مجبوره شول.

په دغه سیمه کې له دغې وروستو وخت په وخت پوځي عملیات وشول، ډرون حملې پیل شوې ، او وزیرستانیانو لپاره یي خپل کلې او کورونه د اوسیدو وړ پاتې نکړل. او د پاکستان میډیا هم د دغه خلکو مسئلو ته هیڅ پام ونکړ.

د روان کال د جون په ۲۲مه چې کله د بکا خیلو په کیمپ کې امنیتي عسکرو په کډوالو ډزې وکړې ، نو میډیا دغه خبر له پامه وغورځوو. او همدا حال د ټول وزیرستان هم دی.

XS
SM
MD
LG