د لاسرسي ځای

تازه خبر

“امریکا دې د وړیا تعلیم ملاتړ وکړي”


د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د سشنبې پر ورځ د امریکا له کانګرسه وغوښتل چې په نړۍ کې د وړیا تعلیم ملاتړ وکړي.

د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د سشنبې پر ورځ د امریکا له کانګرسه وغوښتل چې په نړۍ کې د وړیا تعلیم ملاتړ وکړي.

۱۷ کلنې ملالۍ چېتر څنګ یې خپل پلارضیاالدین یوسفزۍ هم ولاړ و، د کانګرس له وکیلانو وغوښتل چې د ولسمشر بارک اوباما د میرمنې میشیل اوباما د «نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړئ» د نوښت پراساس دې د نجونو د تعلیم لپاره مرستې وکړي.

ملالې وویل، د امریکا متحده ایالاتو څرګنده او قوي ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به په ټولې نړۍ کې د حکومتونو لپاره مرستې زیاتوي چې د ټولو خلکو لپاره تر دولسم ټولګي پورې وړیا زده کړې برابرې کړې.

د کوچنیانو او نجونو د تعلیم دغې فعالې د دوشنبې پر ورځ له نړېوال بانک او له ملګروملتونو په ټینګه وغوښتل چې د راتلونکو پنځلسو کلونو لپاره تر دولسو کلونو وړیا تعلیم په خپلو ژمنو کې شامل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG