د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې وسله وال بريدونه ولې زيات شوي دي؟


په افغانستان کې له تېرې څه مودې راهيسې وسله والو په بېلا بيلو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو او نورو دولتي مقاماتو خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې په نتيجه کې يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې له تېرې څه مودې راهيسې وسله والو په بېلا بيلو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو او نورو دولتي مقاماتو خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې په نتيجه کې يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د امنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې ګڼ وسله وال وژل کيږي خو بيا هم د دوی د زيات شمېر له کبله دوی ځينې وخت بريالي شي چې تر څه وخته يو ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راولي.

دا چې په افغانستان کې وسله والو ولې دومره په زيات شمېر او شدت سره بريدونو پېل کړي، د امنيتي چارو کارپوه او د افغان ملي ځواکونو پخوانی افسر جنرال عتيق الله امرخېل وايي چې له ګاونډيو هيوادونو څخه يو شمېر وسله وال افغانستان ته را اوښتي دي.

((پاکستان هلته يو تعداد مدرسې وتړلې او بل په [شمالي] وزيرستان کې یې خپلې حملې شروع کړې چې خارجي او داخلي وسله وال دې خوا [افغانستان] ته راغلل. بل له شماله يو تعداد ازبک، چيچن او تاجک راغلل چې هلته له خپلو مملکتو نه ناراضي ول، هغوی هم له طالبانو سره يو ځای شول. ځينې د چين له اويغوره راغلل او له دوی سره يو ځای شول چې طبعاً تعداد يې زيات شو.))

يو خوا ته که په افغانستان کې وسله والو خپلو بريدونو ته زور ورکړی نو بلخوا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو د پېلېدو خبرې کيږي.

که څه هم په دې لړ کې د دواړو لوريو تر منځ د غېر رسمي خبرو اترو راپورونه ورکړل شوي خو په اسلام اباد کې د پاکستان پوځ پخوانی افسر او د امنيتي چارو کارپوه بريګيډيير سعد محمد خان وايي چې د وسله والو قوت نه دی زيات شوی خو دوی غواړي چې په جګړه سره په دې خبرو اترو کې برلاسيتوب تر لاسه کړي.

(( د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خو غېر رسمي ملاقاتونه شوي دي خو اوس د پاکستان حکومت پر طالبانو د رسمي ملاقاتونو فشار راوړی دی نو زما په خيال اوس دوی [طالبان] دا کوشش کوي چې ځان مضبوط کړي. بله خبره دا ده چې د دوی په قوت کې ماته څه اضافه نه ښکاري خو د دوی لپاره آسانه خبره ده چې که چيرې له دوی سره ۱۵ زره يا ۲۰ زره کسان موجود وي نو دوی په زيات شمېر کې پر يوه خاص ځای حمله وکړي. کېدای شي دوی هغه ځای بيا وروسته پرېږدي خو له دې وجې هلته په خلکو کې ناامېدي ډېره شي او په خلکو کې ويره خوره شي چې دوی ډېر مضبوط شو يا دوی ولسوالي ونيوله يا دوی پر پارليمان حمله وکړه))

په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز د دوشنبې په ورځ د دې هيواد قامي اسمبلۍ ته تاييد کړه چې حکومت تېره مياشت د چين په ارومچي کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ خبرو اترو ته زمينه برابره کړه او په راتلونکو درو مياشتو کې به په دې لړ کې نور پرمختګ وشي.

په افغانستان کې د وسله وال بريدونو د زياتوالي په اړه جنرال عتيق الله امرخېل د سولې په خبرو اترو کې د برلاسيتوب دهڅو تر څنګ د افغانستان د اوسني حکومت پر کړه وړه هم نيوکه کوي.

((د ملي يووالي د حکومت اکثره مفکورې پر دې باندې دي چې کوم مقام ونيسي او کوم مقام چا ته ورکړي او څنګه يې کړي او څنګه له دې استفاده وکړي. دا خبرې د دې لامل شوي چې د حکومت په منځ کې اختلافات پيدا شوي او له دغو اختلافاتو مخالف لوري ګټه اخيستې ده. په اطرافو کې يې زياتره خلک په پيسو هم اخيستي دي. دا ولسوالۍ چې لاس په لاس کيږي نو زياتره په پيسو هم خرڅيږي. هلته اربکيان دي، ټوپکسالاران دي يا د تنظيمو خلک دي، دا خلک اکثره دغه جبهه هم خرڅوي او دا خط هم خرڅوي. له بلې خوا په افغانستان کې د هيروينو چاقاق دی، دلته خارجيان لاسونه لري، دلته کمپنياني لاسونه لري، مخالفينو ته وسله ورکوي او دا مواد په کم قيمت اخلي، له بدخشانه لاجور اخلي.))

که څه هم افغان ځواکونو د دغه هيواد په بېلا بيلو ولايتونو کې د ۲۰ شاوخوا پوځي عمليات پېل کړي خو د وسله والو د زياتېدونکو بريدونو په غبرګون کې بيا هم افغان حکومت دريځ لري چې د سولې د خبرو اترو تر څنګ به د وسله والو پر ضد خپلو عملياتو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG